په کابل کې اکثره ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ افغانستان ته د امریکا لخوا د نورو ځواکونو، روزونکو او الوتکو د استولو پر مسئلې هم بحثونه کړي دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا پوځ غواړي د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره په راتلونکي پسرلي کې افغانستان ته نور پوځي روزونکي او پوځي وسایل واستوي.
ورځپاڼې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت په حواله لیکلي دي چې افغان او بهرني ځواکونه په افغانستان کې د داعش ډلې له منځه وړلو ته ژمن دي.
ورځپاڼه لیکي چې امریکا غواړي چې د جنګ به راتلونکي فصل کې د داعش ډلې په وړاندې د چټکې مبارزې لپاره افغانستان ته شااوخوا زر نور روزونکي او څو جنګي او کشفي بې پیلوټه الوتکې واستوي.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا لخوا دا اقدام داسې مهال کېږي چې همدا اوس امریکایي روزونکي افغان هوایي ځواک ته د بې پیلوټه الوتکو کارول زده کوي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې بیا د سپینې ماڼۍ او پنټاګون د چارواکو په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې د ټرمپ ادارې د نوې ستراتیژۍ له مخې به افغانستان ته زر نور پوځي روزونکي او یو شمېر بې پیلوټه الوتکې واستولي شي.
ورځپاڼه د امریکایي چارواکو په حواله وړاندې لیکي چې له دغو الوتکو به د هوایي حملو او استخباراتي عملیاتو لپاره کار واخیستل شي.
دې ورځپاڼې هم لیکلي دي چې د دغو پوځي روزونکو او بې پیلوټه الوتکو د استولو یو هدف دادی چې امریکا غواړي په راتلونکي جنګي فصل کې د داعش په وړاندې مبارزه چټکه کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د ایګزه ماین ورځپاڼې په استناد په یو مطلب کې لیکلي دي چې افغانستان ته به د پوځي روزونکو وسایلو او الوتکو د استولو بهیر د راتلونکی فبرورۍ میاشتې له لومړیو پیل شي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د زرو پوځي روزونکو او څو بې پیلوټه الوتکو ترڅنګ امریکا د خپل پوځي پلان له مخې نورې درنې وسلې هم افغانستان ته استوي.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال په اګسټ میاشت کې افغانستان ته د څلور زره اضافي سرتېرو پر استولو موافقه کړې وه.
ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې د افغانستان موجوده حالاتو کې د افغان ځواکونو اړتیاو ته په اشارې لیکلي دي چې افغان حکومت د امریکا د دې پرېکړی هر کلی کوي.
افغانستان ما:
د افغانستان ما ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې امریکا به له راتلونکي پسرلي نه مخکې چې د جنګ د پیل موسم دی پوځي زر روزونکي او بې پیلوټه الوتکې افغانستان ته واستوي.
د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې د ژمې په موسم کې د جنګ شدت کم وي، خو د پسرلي په پیل سره بیا جنګ بېرته شدت اخلي.
دی ورځپاڼې هم لیکلي دي چې امریکا غواړي په راتلونکي پسرلي کې د داعش ډلې پر ضد په افغانستان کې جګړه چټکه کړي.