د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۱۹

غزني چارواکي: جغتو کې د طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي


د غزني ولایت چارواکي وايي په جغتو ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبولي دي.

د والي وياند وايي، دغو وسله والو تېره شپه په جغتو کې د امنيتي قواوو پر پوستو بريدونه وکړل چې په شا وتمبول شول.

محمد عارف نوري زیاته کړنه په دې لړ کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې دقيق شمېر معلوم نه دى.

د والي وياند په نښته کې د يوه پوليس وژل کېدل او درېيو نورو ټپي کېدل تأييد کړي دي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند ادعا کړې چې په جغتو ولسوالۍ کې يې يوه پوسته نيولې او ګڼو افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په یوه بل خبر کې د غزني چارواکي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې پرون د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره په پوځي عملياتو کې ٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG