د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ادعا کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د فعال الکسي ناوالني د انتخاباتي مبارزو ملاتړ کړی دی.
ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ دا خبره د روسي رسنیو د مسؤل مدیرانو سره په کتنه کې پرته لهدې چې په اړه یې شوهد وړاندې کړي، یاده کړې ده.
الکسي ناوالني غوښتل چې د روسیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې کېږي، د ویلادیمیر پوتین په وړاندې کاندید شي.
خو د روسیې د انتخاباتو کمېسیون وویل، ناوالني له دې کبله چې پخوانۍ جرمي دوسیه لري، د کاندېدو په شرایطو برابر نهدی.
د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د روسیې د انتخاباتو د کمېسیون دا پریکړه غندلې ده.
د ویلادیمیر پوتین په وینا الکسي ناوالني یوازینی کس نهدی چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره په شرایطو پوره نهدی ګڼل شوی.
اټکل کېږي چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین به د روسیې د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات وګټي او شپږ کاله نور به د روسیې د ولسمشر په توګه پاتې شي.