د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

چین سره د پاکستان د نږدېوالي په اړه د وال سټریټ ژورنال تبصره


  • دِ هېل

دِ هېل امریکايي ورځپاڼې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار له خوا د معلوماتو په ورکړې او له دې کاره د کابل او مسکو په هرکلي مقاله لیکلې ده.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سفیر محمود صیقل په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي دي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ.ار.مک مسټر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکړل.

د ورځپاڼې په خبره په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبینځیا د سې شنبې ورځې تر غونډې وروسته وویل، مک مسټر د افغانستان په اړه ګټور معلومات ورکړل.

واسیلي نبینځیا د مک مسټر له ډېرو سره موافقه ښودلې ده.

هغه ویلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ښاغلي مک مسټر په افغانستان کې د امریکا او روسیې د همکاریو په اړتیا خبرې وکړې.

دِ هېل لیکلي د ټرمپ اداره د خپلې انتخاباتې ژمنې په خلاف چې ویلي یې و د افغانستان جنګ به ختموي ځکه لګښت یې ۷۰۰ میلیارده ډالره بلل شوی اوس په دې هڅه کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان مرسته جلب کړي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په پاکستان د امریکا د مرستو د بندېدو او له چین سره د دغه هېواد د نږدېوالي په اړه یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼې د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر خان په حواله ویلي:

"د پاکستان مجازات به دا هېواد د امریکا د لویو سیالانو خوا ته ور نږدې کړي."

امریکا تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له پاکستان سره دوه میلیارده ډالره پوځي مرسته بندوي او دلیل یې دا راوړ چې دغه هېواد په تېرو ۱۵ کلونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا میلیاردونه ډالره خوړلي دي.

امریکا وايي، پاکستان له ترهګرو سره مبارزه نه ده کړې او هغو ترهګرو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې په امریکایانو حملې کوي او دا هېواد بې ثباته کوي.

چین د امریکا د دریځ په خلاف د پاکستان ملاتړ وکړ او ويې ویل چې چین له ترهګرۍ سره په سیمه ییزه مبارزه کې لیوالتیا لري خو د یو بل د تورنولو او فشارونو ملاتړ نه کوي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د ستاکهولم د سولې نړیوال څېړونکي انسټیټوټ په حواله ویلي چې پاکستان د چین د وسلو تر ټولو لوی پېریدونکی دی او له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې یې د پاکستان د دفاعي اړتیاوو په پوره کولو کې امریکا شاته پرېښې ده.

ورځپاڼې ویلي د چین او پاکستان اړیکې به تر دې هم زیاتې شي دې ته په کتو چې د یو کمربند یو لار لویه پروژه لري او چین د اټومي تاسیساتو په جوړولو کې له پاکستان سره همکاري لري.

ځینې امریکايي چارواکي بیا په پاکستان کې د چین رول د امریکا لپاره ګواښ نه بولي خو د بیجینګ د نفوذ د پراخېدو یوه لار یې یادوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG