په دوو بېلابېلو پېښو کې د فراه او میدان وردګو ولایتونو پولیسو څه باندې ۱۵۰ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د میدان وردګو ولایت پولیسو د دوشنبې په ورځ په نرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۵ کېلو ګرامه چرس ونیول او په تور یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
په یو بل اقدام کې د فراه پولیسو هم په قلعهکاشف ولسوالۍ کې ۱۱ کېلو ګرامه تاریاک چې د قاچاق لپاره چمتو شوي وو، نیولي دي.