د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۰۷

چارواکي: تېره اوونۍ ۱۶ قاچاقیان د نشه‎يي موادو په تور نیول شوي


له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۶ تنه د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.

له نشه‎یي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۶ کسان د هېواد له څلورو ولایتونو څخه د لسګونه کېلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي چې دوه په‎کې ښځې دي.

له دې کسانو څخه ۹ کېلو ګرامه هیروئین، ۱۸ کېلو ګرامه مورفین، ۲۵ کېلو ګرامه تاریاک، ۶۹ کېلو ګرامه چرس، یوه اندازه نغدې پیسې او درې موټر هم نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG