د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۷ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۳

چارواکي: په پکتیا او غزني کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي


د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې ۱۴ طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات له تېرې ورځې راهیسې د زرمت په ناامنو سیمو کې پیل شوي دي چې په نتیجه کې یې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

اعلامیه زیاتوي چې د غزني د واغظ ولسوالۍ په محمود خان کلي کې هم د عامه نظم د پولیسو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه‌یې ټپیان شوي دي.

اعلامیه زیاتوي په دې نښتو کې پولیسو او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

وسله‌والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG