د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

مسیر: امریکا لا هم پر پاکستان د فشار خبره کوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نور مسایلو تر څنګ پر پاکستان د امریکا د فشارونو او له امله یې د اړیکو د ترینګلتوب په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، امریکا لا هم پر پاکستان د فشار خبره کوي.

ورځپاڼه لیکي:

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس ویلي، د پاکستان سره کېدونکې نېږدې دوه میلیارډه ډالره مرستې یې ځنډولي او دا اندېښنه نه‎لري چې پاکستان عکسل العمل ښکاره کړي.

خو په سرمقاله کې راغلي، مټېس دا هم ویلي، که پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جدي اقدام وکړي، مرستې به بېرته ورکړو.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا د ملي امنیت د نوې تګ‎لارې او دغه‌شان د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د هغه هېواد د تګ‎لارې له مخې پاکستان په سیمه کې خپل پخوانی رول نه‎شي ساتلی، بلکې د امریکا لپاره یې اهمیت کمېږي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپله یو مقاله کې لیکلي، د امریکا صداقت به هغه مهال ثابت شي چې ژر تر ژره پر پاکستان، د هغه هېواد پر پوځیانو په ځانګړي ډول پر‌»ای. اېس.‌ای» جدي تحریمونه وضع کړي.

ځکه د سر مقاله لیکونکي په خبره، د ټرمپ تر خبرداري وروسته هم داسې ښکاري چې پاکستان خپل ترهګریز سیاست نه‎بدلوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، د امریکا له حکومت سره د امنیتي همکاریو پر مسئلې خبرې کوي او تفصیلاتو ته یې انتظار باسي.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان د خپلو امکاناتو په وسیله له ترهګرۍ سره جنګېدلی او په تېرو ۱۶ کلونو کې دا مبارزه ورته په ۱۲۰ میلیارده ډالره تمام شوې ده.

  • ویسا

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې راخېستي چې ویلي، امریکا هغه دوست دی چې تل خیانت کوي.

په مطلب کې راغلي، خواجه اصف دغه خبرې د امریکا د ولسمشر د وروستیو تُندو څرګندونو په غبرګون کړي دي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه په پاکستان اچوي او موږ له هغه هېواد سره نورهېڅ ائتلاف نه‎لرو.

په مطلب کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې له جیو نیوز خصوصي ټلوېزېون سره په مرکه کې کړي ویلي، نور هېوادونه شته چې کولای شي د پاکستان متحدین واوسي او زموږ تر څنګ د طالبانو او افغانستان سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG