د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

هېواد: سیاسي سیالي او سوله‌ییز خوځښتونه د ولسواکۍ یو مهم اصل دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي جریانونو په ځانګړي ډول د بلخ ولایت پر سر د راپورته شوې لانجې په اړه یوې شمېر لیکنې او د یو شمېر بهرنیو اژانسونو د لیکنو په وړاندې غبرګونونه راخېستې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور پرون د بلخ ولایت په دفتر کې ویلي، د ملي وحدت د حکومت تر پایه به والي وي، مګر دا چې د کوم توافق له مخې څنګ ته شي.

په مطلب کې راغلي تر وروستیو جنجالونو وروسته دا لومړی ځل دی چې عطا محمد نور خپل دفتر ته ځي او ویلي چې تر دې وروسته به ډېر دفتر ولاړ شي او دولتي اسناد به هم لاسلیک کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا همدې مسئلې ته په اشارې سره د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، سیاسي سیالي او سوله‌ییز خوځښتونه د ولسواکۍ یو مهم اصل دی.

هېواد د رویټرز خبري اژانس د دې مطلب ځواب هم لیکلی چې افغانستان له سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی.

هېواد لیکلي، د افغانستان جمهوري ریاست دا ویلي چې سیاسي رقابتونه د ډموکراسۍ یو اصل دی او دا په هېڅ وجه د سیاسي بې ثباتۍ په مانا نه شي کیدای.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، ارګ وايي سیاسي رقابتونه د سیاسي بې ثباتۍ په معنی نه دي، د سر مقاله لیکونکي په خبره په دې وینا کې نوی مفهوم نشته، په رښتیا هم سیاسي رقابتونه هېڅکله د سیاسي بې ثباتۍ په معنی نه دي، بلکې دا یو سیاسي ابتذال دی.

د ویسا په باور، ارګ هڅه کوي چې د حکومت وضعه نورماله او عادي وښيي، حال دا چې داسې نه ده.

ورځپاڼه لیکي:

د ارګ چارواکي له لومړۍ ورځې د قانوني مشروعیت له نشتوالي سره مخامخ وو او اوس یې هغه اخلاقي مسؤلیت هم له لاسه وتی، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره، سیاسي ګوندونه که په خپل ځای پرېږدو په حکومت کې دوه اړخونو په خپلو کې سره لاس او ګریوان دي.

ورځپانې دا حالت د شرم وړ ګڼلی.

  • مسیر

مسیر خپلواکه ورځپاڼه بیا د بلخ ولایت پر سر د وروستیو لانجو او د نوموړي ولایت د ګوښه شوي والی عطا محمد نو در ورستیو څرګندونو او د ولایت په مقام د نوموړي د پاتې کېدو د تينګار په غبرګون لیکي:

د افغانستان سلامت، اساسي قانون او ځمکنۍ بشپړتیا په عملي ډول ننګول شوې ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا حالت په هېڅ ډول د زغم نه دی، په دې چاره کې ځنډ له واحد افغانستان سره خیانت دی او پکار ده چې حکومت په دې برخه کې په شدت سره ګام واخلي.

XS
SM
MD
LG