نړۍ
پوتین: د روسیې او امریکا رغوونکي مذاکرات نړیوال ثبات ته مهم دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکایې سیال ډونالد ټرمپ ته د نوي کال په مناسبت په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رغوونکي مذاکرات د نړیوال ثبات لپاره مهم دي.
کرملین نن شنبه وویل چې ولسمشر پوتین په دې پیغام کې ټینګار کړی چې روسیه او امریکا کولای شي چې د برابرۍ او دوه اړخیز درناوي پر اساس، د اوږد مهاله لیدلوري په هدف عملي همکاریو ته وده ورکړي.
پوتین دا هم ویلي چې د روسیې او امریکا رغوونکي مذاکرات په ځانګړي ډول، په نړۍ کې د ستراتیژیک ثبات او هم نړیوالو ګواښونو او ستونزو ته د یوه ښه ځواب موندلو لپاره ډېر مهم دي.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې له لورې د اوکرایین د کریمیا سیمې تر الحاق او هم په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د تورونو وروسته، د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې چادونې نهه کسان وژلي دي
په خیبرپښتونخوا کې په یوه ګڼه ګوڼي مارکیټ کې نن سې په یوه چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه د لکي مروت د سیمې په نورنګ بازارکې شوې ده.
د رویترز د راپورله مخې د پېښې له ځایه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دوکانونه زیانمن شوي او یو موټر سخت ویجاړ شوی دی.
دا برید وروسته له هغې شوی چې د شنبې په ورځ د بنو ولسوالۍ د پولیسو پریوې پوستې د موټر بم او ورپسې ډزو په نتیجه کې ۱۵ پولیس ووژل شول.
د هغې حملې مسولیت د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې اخیستی خو د ننۍ پیښې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی.
اسلام اباد ومنله چې هغه هیواد ته ورغلي یوشمیر ایرانۍ الوتکې همغلته پاتې دي
پاکستان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران ته یې د اسلاماباد نورخان هوايي اډه کې د پوځي الوتکو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.
امریکایي سي بيا ېس شبکې راپور ورکړی و چې ایران د اوربند له اعلان وروسته خپلې څو پوځي الوتکې په دغه اډه کې ځای پر ځای کړې دي.
خو پاکستان په یوه رسمي اعلامیه کې دا راپورونه "تیرایستونکي" بللي او ویلي یې دي چې ایراني الوتکې د ایران او امریکا د خبرو اترو د لومړي پړاو وروسته د ډیپلوماټیکو، امنیتي او اداري ټیمونو د لېږد لپاره پاکستان ته داخلې شوې وې.
اسلام اباد زیاته کړې چې ځینې الوتکې او ملاتړ کوونکي پرسونل په موقتي ډول په پاکستان کې پاتې شوي، څو د راتلونکو احتمالي خبرو لپاره چمتو وي.
ټرمپ: ایران سره اوربند د نړیدو په حال کې دی
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ ایران سره اوربند د "نړیدو په حال کې" وباله او زیاته کړه چې په هرمز تنګي کې د "تلپاتې ازادي" ترعنوان لاندې عملیاتو په بیا پیل ځکه غور کوي چې غواړي په جګړه کې بشپړه بریا ترلاسه کړي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل هغه اوربند چې د اپریل په اتمه رامینځ ته شو اوس "دومره کمزوری شوی چې باور یې نه شي کیدای."
ټرمپ وروسته فاکس نیوزته وویل د تلپاتې ازادي عملیاتو په تمدید غور کوي خو تراوسه یې نهايي پریکړه نه ده کړې.
یاد عملیات چې د مې په ۶ مه پيل شول له دوه ورځو کمه موده کې ودرول شول.
ټرمپ وویل : "مونږ به بشپړه بریا ترلاسه کړو. "
اروپايي اتحادیې د پوتین وروستی وړاندیز رد کړ
اروپايي اتحادیې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین وروستی وړاندېز چې د جرمني پخوانی صدراعظم ګیرهارد شرویدر یې دروسیې او اوکراین په لانجه کې غوره منځګړی وباله، رد کړ.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ بروکسل د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل:
"که موږ روسیې ته دا حق ورکړو چې زموږ له خوا مذاکره کوونکی وټاکي، نو دا به هېڅ عاقلانه کار نه وي."
هغې زیاته کړه:
"ګېرهارډ شروېدر د روسیې د دولتي شرکتونو لوړپوړی لابي کوونکی پاتې شوی دی. نو څرګنده ده چې ولې پوتین غواړي هغه د مذاکره کوونکي په توګه وټاکل شي، ځکه په حقیقت کې به هغه د مېز په دواړو خواوو کې ناست وي."
پوتین د شنبې په ورځ، کله چې ترې وپوښتل شول چې له اروپا سره د خبرو د بیا پیل لپاره څوک مناسب بولي، وویل چې دی "په شخصي ډول" شروېدر غوره ګڼي.
دفرانسې د خبري اژانس درپوټ په اساس، ۸۲ کلن ګیرهارد شرویدر له کرملین سره نږدې اړیکې ساتلي دي، او د اوکراین پر ضد د روسیې د یرغل راهیسې یې د ډېرو لوېدیځو مشرانو خلاف دریځ غوره کړی، او هېڅکله یې دغه یرغل په څرګندو ټکو نه دی غندلی.
تهران: له امریکا موږ هیڅ ډول امتیازات ندي غوښتي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا وړاندیز ته په ځواب کې یې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او په بهرکې د دې هیواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازاديدوغوښتنه کړې ده.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په تهران کې په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ هېڅ ډول امتیازات نه دي غوښتي. یوازینی شی چې موږ یې غوښتنه کړې د ایران قانوني حقوق وو."
هغه زیاته کړه، "د ایران په غوښتنو کې په سیمه کې د جګړې پای ته رسول، د امریکا د سمندري محاصرې ختمول او د ایرانیانود شتمنیو ازادیدل چې کلونه کلونه په ناحقه په بهرنیو بانکونو کې بند پاتې دي، شامل وو."
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د جګړې د پای ته رسولولپاره د امریکا وړاندیز ته د ایران ځواب یې ردکړ او هغه ورته هیڅ د منلو ندی.
د ولسمشرټرمپ له څرګندونو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران شرطونه "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" وبلل، د دوشنبې په ورځ د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې.
د برېنټ اومه تیلوبیه سهاروختي د اسیا په بازارونو کې ۴،۶۵ سلنه لوړه شوه او د یوه بیرل بیه یې څه کم سل ډالرو ته ورسېده.
د امریکا د ویسټ ټکزاس انټرمیډیټ (WTI) د تیلو بیه هم څه باندې ۴ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه یې څه کم ۱۰۶ ډالرو ته ورسېده. د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ځکه لوړې شوي چې پانګه وال اندیښنه لري چې ښایي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د عرضې په وړاندې خنډونه ډیرژر لیرې نشي، هغه تنګی چې تهران پرې جزوي محاصره لګولې ده.
ټرمپ؛ په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي نه دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي نه دي".
د هغه په ټکو، د امریکا پوځ کولی شي په ایران کې پر نورو اهدافو بریدونه وکړي.
د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ شریل اتکیسون سره په مرکه کې د چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ایران کې پوځي عملیات پایته رسیدلي او کنه وویل،"نه ما داسې څه ویلي نه دي، ما وویل چې هغوي (ایرانیانو) ماتې خوړلې ده، خو دا په دې مانا نه ده چې کار خلاص شوی دی، موږ کولی شو په دوو اوونیو کې پر نورو اهدافو بریدونو وکړو".
د ایران او امریکا ترمنځ له ۴۰ورځینۍ جګړې وروسته اوربند وشو.
ایران او واشنګټن د دغې جګړې د پایته رسیدو په موخه مذاکرات کوي.
اوکرایني چارواکي له اعلان شوي اوربند سره سره د روسیې د یوه برید خبر ورکوي
چارواکي د اوکراین پر دوهم لوی ښار خارکییف د روسیې د ډرون د برید خبرورکوي.
چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ په دې ښارکې د هستوګنې پریوې لوړپوړیزې ودانۍ د روسیې په برید کې لږترلږه پنځه تنه ټپیان شوي دي. دغه برید داسې مهال شوی چې دواړو لورو په دوهمه نړیواله جګړه کې پرنازي جرمني د بریا د ورځې د لمانځلو په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
په عین حال کې اوکراین پولې ته نژدې د روسیې په کرسک سیمه کې چارواکو د نژدې سل اوکرایني ډرونونو خبره کړې چې په ونیا یې هوایي قلمرو ته یې داخل شوي و خو ویلي یې دي چې چاته زیان ندی رسیدلی.
د دواړو له خوا اعلان شوی اوربند د دوشنبې په ورځ د می په یولسمه پای ته رسیږي.
سینټکام: د ایران د بندرونو د محاصرې له پیل راهیسې یې د ۵۸ سوداګریزو کشتیو مخه نیولې ده
د امریکا مرکزي قوماندانۍ، سینټکام وايي چې د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې د پيل راهیسې یې تر اوسه ۵۸ سوداګریزې بېړۍ دې ته اړې کړې چې خپله لاره بدله کړي.
سینټکام د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکایي ځواکونو په منځني ختیځ کې د وري له ۲۴مې نېټې راهیسې تر اوسه څلور ایراني بېړۍ "غیرفعالې کړې څو د ایران بندرونو ته د هغوی د ننوتلو یا وتلو مخه ونیسي".
د ایران سمندري محاصره په داسې حال کې دوام لري چې ایران لا هم د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی. د امریکايي چارواکو په وینا ټاکل شوې وه چې دغه ځواب د جمعې په ورځ واشنګټن ته وسپارل شي.
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که د ایران له لوري کوم مثبت پرمختګ ونه شي، امریکا ښايي یو ځل بیا "د ازادۍ پروژه" عملي کړي.
بریتانیا د هرمز تنګي د پرانیستو هڅې کوي
برتانیا اعلان کړی چې د هرمز په تنګي کې د بار وړلو د حفاظت لپاره له هر بل نړیوال ماموریت مخکې به منځني ختیځ ته یوه جنګي بېړۍ واستوي.
د برتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند د شنبې په ورځ (د می ۱۹مه) فرانس پریس اژانس ته وویل چې د ( ایچ- ایم- ایس ډراګن) جنګي بیړۍ ځای پرځای کول د څو هیوادونو د ایتلافي پلان برخه ده چې مشري یې بریتانیا او فرانسه په مشترک ډول کوي.
د اپریل په میاشت کې په لندن کې په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې چې له ۴۴ څخه زیاتو هیوادونو پکې ګډون کړی و، د فرانسې او بریتانیا په مشرۍ ایتلاف جوړ شو او پر دې بحث وشو چې څرنګه په هرمز تنګي کې کښتۍ ازادانه تګ راتګ کولی شي او دې ته زمینه برابریدلی شي.
د فبروري په اته ویشتمه پر ایران د امریکا او اسراییل له برید څخه مخکې د ټولې نړۍ له پنځو یوه برخه تیل د هرمز تنګي له لارې تیریدل، خو په وروستیو میاشتو کې له دې لارې د تیلو صادرات په بېسارې ډول کم شوې دي.