د افغانستان د بشري حقونو سازمان په هاګ کې د نړیوالې محکمې دا اعلان د افغان حکومت او خلکو لپاره ښه فرصت بولي.
د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډيو ته وویل، خلکو ته پهکار دي چې خپل شکایتونه درج او حکومت ته ښايي چې د راتلونکې یوې میاشتې پورې د خلکو د پوهاوي او لاسنیوي لپاره لازمې زمینې برابرې کړي.
د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د یوې مرکې په پیل کې له ښاغلي لعل څخه پوښتلي چې په ټوله کې دوی دغه اقدام ته په کوم نظر ګوري او په وړاندې یې څه خنډونه ویني؟