د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د نور د استعفا په اړه د ازادي په څپو کې ځانګړی پروګرام


روانه اوونۍ د افغانستان په کورني سیاست کې یوه توده مسئله د عطا محمد نور د استعفا د منظوري وه.

درې پنځوس کلن عطا محمد نور چې پنځلس کاله د بلخ والي و، د دوشنبې په ورځ له واکه لېرې شو.

ارګ اعلان وکړ چې د ښاغلي نور استعفا یې منلی ده.

عطا محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه شورا مشر دی. د جمعیت د ګوند په وینا کومه استعفا چې ارګ منظوره کړې ده دا نوې نه ده، د دې اسلامي ګوند په باور دا استعفا عطا محمد نور نژدې یو کال مخکې په دې شرط وړاندې کړې وه چې جمهوري ریاست به د ده او جمعیت ګوند یو شمېر غوښتنې مني، خو اوس چې دا ژمنې نه دي پرځای شوي دا استعفا د منلو نه ده.

د ازادۍ په څپو کې دې پروګرام کې دا مسئله په تفصیل څېړل شوې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:20 0:00
مستقیم لېنک

د بلخ د ولایت له مقامه د ۵۳ کلن عطا محمد نور له لېرې کېدو وروسته دا ستونزه حل شوې که نه لا هم لانجمنه ده؟

که حل شوې نه وي نو حل لاره یې څه ده؟ د ازادي په څپو کې دې پروګرام کې دا مسئله له میلمنو سره څېړو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:49:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG