د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د بې‌وزلې خاتمې له تنګسو او کړاونو د ډک ژوند کیسه څه ده؟ 


د کابل په ګذرګاه کې یوه داسې کور ته ورغلو چې د غره په لمن کې اباد و، هوا سړه، کوڅه سیوری او زینو کې یخ کنګل شوی و، پوره ۱۲ زینې پاس یوې شنې زړې د وسپنې سورۍ سورۍ دروازې ته د بوجۍ پرده چې هغه هم ځای ځای شلېدلې وه، ځړېدلې وه.

په دې کور کې د خاتمې په نوم کونډه مېرمن له خپلو ۸ ماشومانو سره د ژمي یخې شپې ورځې مخ په سیوری کوټو کې تېروي.

دې مېرمنې په ژوند کې ډېرې سختۍ لیدلي، خپله یو کلنه له پلار څخه پاتې شوې وه او اوس دې ته یتیمان ورپه غاړې دي.

د کور کلي د دې اوونۍ خپرونه مو د خاتمې د ژوند کیسو ته ځانګړې کړې ده.

د یادونې وړ!

هغه کورنۍ چې ډېرې بې وزلې دي او غواړي چې د ښځو د ټولنې له دفتره قرض واخلي، په دې پته یاد شوي دفتر سره په اړیکه کې کېدلای شي.

پته: کلوله پشته، د برج برق ایستګاه

د ټيليفون شمېره: ۰۷۰۰۰۴۸۱۰۰

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG