د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

هېواد: د پاکستان د بدمعاشۍ وخت پای ته رسېدلی


د کابل ورځپاڼو نن خپلې اکثره سرلیکنې افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس سفر او پاکستان ته دده د خبرداري په اړه بحثونو ته ځانګړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د پاکستان په اړه د امریکا د مرستیال ولسمشر خبرداري ته په اشارې لیکلي دي چې مایک پنس له پاکستانه بڼکې ویستلې.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په همدی مسئلې بحث کړی او لیکلي دي، کله چې امریکا دا تائیدوي چې ترورېزم په پاکستان کې دی، نو پکار ده چې د سیاسي بندیزونو ترڅنګ واشنګټن د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته پوځي عملیات هم پیل کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغانستان او امریکا باید په دا ډول د ترهګرۍ او د پاکستان د ترهګرۍ پالنې سیاست په وړاندې بریالي شي چې په سیمه کې د پاکستان د ترهګرۍ د پالنې سیاست له منځه ولاړ شي.

خو ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې پاکستان ته هم دا سپارښتنه کړې، که پاکستان په سیمه کې ځان ته عزت غواړي، نو باید په خپله تګلاره کې بدلون راولي او د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې همکار شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې پاکستان ته د امریکا د خبرداري په مسئلې بحث کړی او لیکلي دي چې د پاکستان د بدمعاشي وخت پای ته رسېدلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا پاکستان ته په خپل وروستي خبرداري کې واضح کړې چې نور نو د ترهګرو او مجرمو ډلو دملاتړ ورځې یې تېرې دي او ښایې د امریکا له دې خبرداري وروسته په پاکستان کې د ترهګرو پر ځالو حملې وشي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له دې سره به پاکستان نور ونشي کړای چې په دغه هېواد کې موجودې ترهګرې ډلې په سیمه کې د خپلو اهدافو لپاره وکاروي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا نوې ستراتیژي په سیمه کې د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره یو ښه فرصت رامنځته کړی دی او هیله دا ده چې امریکا خپله نوې ستراتیژي ژر او په ټول شدت سره پلې کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د مایک پنس د خبرو دا برخه راخستی چې ویلي دي، امریکایي ځواکونه به د ترورېزم د ګواښ تر ختمېدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان او جنوبي اسیا سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د اګست په میاشت کې اعلان شوه، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه مهال د نوې ستراتیژۍ پوځي اړخونه په ډاګه نه کړل.

ورځپاڼه لیکي چې ټرمپ لږ تر لږه دا ویلي وو، چې له افغانستان نه به ژر ځواکونه و نه باسي او دا هغه څه دي چې دده مرستیال پنس د بګرام په هوایی اډه کې له خپلو ځواکونو سره د لیدنې پر مهال روښانه کړه چې امریکایي ځواکونه به د ترهګرۍ د ګواښ تر ختمېدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس داسې مهال افغانستان ته سفر کړی چې په هېواد کې سیاسي وضعه تر بل هر وخت زیاته کړکېچنه ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې روان سیاسي کړکېچ هغه مهال لا تود شو چې ولسمشر د بلخ والي عطا محمد نور له خپلی دندې لېری او پر ځای یې یو بل کس وټاکلو.

ورځپاڼې لیکلي دي چې بې له کوم شکه د امریکا د مرستیال ولسمشر دا سفر په افغانستان کې له روانې سیاسي کړکېچنې وضعې سره تړاو لري او دا ځکه چې پخوا به هم کله چې په کور دننه سیاسي کړکېچ زور واخیست، نو لوړ پوړو امریکایي مشرانو به کابل ته سفر کاوه، څو ستونزې حل کړي.

ورځپاڼې د خپلی سرلیکنې په پای کې لیکلي دی، په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د ترورېزم په خلاف په روانه جګړه کې څو کلن بن بست پای ته ورسوه، افغانستان د امریکا ملاتړ ته سخته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG