د هسپانیې د فوټبال کلب "رئال مادرېد" پرون شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۵» د نړۍ د فوټبال د غوره کلب لقب خپل کړ.
د نړیوال کلب د لقب ګټلو لپاره سیالۍ په ابوظبی کې ترسره شوې.
د برازیل له ګرمیو لوبډلې سره پرونۍ مسابقه رئال مادرېد د صفر په وړاندې په یوه ګول وګټله.
دا درېیم وار دی چې د هسپانیې رئال مادرېد کلب د نړۍ د فوټبال غوره کلب ګڼل کېږي.
د "رئال مادرېد" په ګټه پرونۍ ګول کرسټیانو رونالډو چې څو ورځې مخکې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر ټولو ښه فوټبالېست غوره شو، وواهه او د برازیل لوبډلې ته یې ماته ورکړه.
"رئال مادرېد" سږکال د نړۍ د غوره کلب، د قهرمانانو لیګ، د اروپا سوپرکپ، د هسپانیې د فوټبال لیګ او د هسپانیې سوپر کپ ګټلي دي.