د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، له افغانستان سره يې په خپلو اړيکو کې پرمختګ کړى دى.
د پاکستان یو پارلماني پلاوی افغانستان ته تللی چې د دغه هېواد له چارواکو سره د دوو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د ځينو مسايلو پر سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړيکو کې، د شديد کړکېچ راپورونه ورکړل شوي دي.
د ازادي راډيو خبریال صالح محمد صالح د سياسي مسايلو له تحليلګر او ليکوال نثار احمد صالح د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې ايا د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکو رښتيا هم په دې وروستيو کې پرمختګ کړى دى؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: