د افغانستان لپاره د نړیوال تماس په نوم ډلې د څه باندې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازي د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو خبرې کوي.
په اوسلو کې د افغانستان سفیره شکریه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په استازیتوب د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ارګانونو او ټولنو یو لوړ رتبه پلاوی په دې غونډه کې چې د افغانستان او جرمني لهخوا پرمخ وړل کېږي، ګډون کړی دی.
له مېرمن بارکزۍ سره د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د افغانستان په اړه د دې غونډې مهم بحثونه پر کومو مسایلو څرخي؟
له اغلې بارکزۍ سره دا مرکه د لاندې لنک په کېکاږلو اورېدلای شئ: