د پاکستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.
راپورونه وايي، پاکستان دا ځل په خپله هغه لوبډله کې چې د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې يې د افغانستان د ۱۹ کلونو ملي لوبډلې په وړاندې يې ستره ماتې وخوړه پنځه بدلونونه راوستي دي.
د پاکستاني ټلوېزیون جیو نیوز د معلوماتو له مخې، خو اوس هم د دې هېواد د کرکټ پوهان خوښ نهدي او فکر کوي چې دا لوبډله به اوس هم د افغان لوبډلې په وړاندې بری ترلاسه نهشي کړای.
د پاکستان لوبډله په خپل ګروپ کې د افغانستان، ایرلنډ او سریلانکا سره سیالي کوي.
د کرکټ د نړیوالې شورا د راپور پر اساس د ۱۹ کلنو د نړیوال جام سیالۍ به د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په ۱۳ نېټه په نوي زیلاند کې پیل شي.