د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

سرخط: د وکیلانو داړه نوره له زغلمو وتلې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې د وکیلانو داړه نوره له زغلمو وتلې تر عنوان لاندې په سرمقاله کې ویلي چې د پارلمان لسګونه وکیلان کندهار ته تللي نه خپله پوهېږي چې هلته د څه لپاره تللي او نه خلک پوهېږي چې وکیلان او د حکومت نور سیاسي مخالفین څه پلان لري.

د سرمقاله لیکونکي په خبره کندهار ته تللي ښاغلي هر یو بېل بېل درد لري د یوه هغه پیسې او شتمنې ګنګل شوې د بل څوکۍ له لاسه وتلې او یو تعداد نورو د پردیو هېوادونو د فرمایش بار په اوږه اخیستی.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د اذربایجان په ناسته کې ترسره شویو بحثونو ته ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ناسته کې د حکومت لاسته راوړنې او افغانستان ته د متوجې ګواښونو په اړه په وضاحت خبرې وکړې.

د سرمقاله لیکونکي په خبره ښاغلي غني د داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې چې نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې هېوادونو ته لوی ګواښ دی د ځپلو لپاره یې له ګډون کوونکو هېوادونو د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.

ویسا:

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان څرګندونو ته اشاره کړې ده.

ویسا د امریکا په خپلو ژمنو کې څومره جدي ده تر عنوان لاندې په سرمقاله کې کښلي چې جنرال جان نېکلسن ویلي چې پاکستان ته تراوسه زموږ راکښلو کرښو نتیجه نه ده ورکړې خو دا ځل امریکا غواړي پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې اوس دلته دوه پوښتنې رامنځته کېږي چې ایا امریکا د پاکستان پر وړاندې کمزورې شوې او که پاکستان د امریکا پر وړاندې ډېر ځواکمن شوی.؟

د سرمقاله لیکونکي په خبره حقیقت دا دی چې دا یو هم نه دي شوي نه امریکا د پاکستان پر وړاند کمزورې شوې او نه پاکستان ډېر ځواکمن شوی بلکې سم ځواب یې دا دی چې امریکا تراوسه پاکستان ته هیڅ کرښه نه ده راکښلې.

XS
SM
MD
LG