امېنه مایار وايي، موږ یې غږ پورته کړی، خو د ښځو او ماشومانو اړوند بنسټونه په خپل کار کې ناکامه دي.
د مخکښې ښځې د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې له ۱۶ کالونو راهیسې فعاله او د مرسل مجلې مشره میلمنه ده.
اغلې مایار د دې تر څنګ چې په خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو غږېدلي وايي، د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې فعاله ۸۲ بنسټونه پروژه یې او نمایشي کارونه کوي.
د یادونې وړ ده چې د مخکښې ښځې خپرونه د یوسف خان ځدراڼ په کوربه توب هره دوشنبه ماسپښین دوه بجې د ازادي راډيو له څپو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.