د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د پکتيا والي: بنوزيو د دولت ځمکه نيولې؛ ځکه‌يې کلاوې ړنګوو


په پکتيا کې له تېرو ۱۱ کلونو د بنوزيو په سيمه کې د ۳۲۵۰ جريبه ځمکې پر سر د بنوزيو د قوم او حکومت ترمنځ دعوه روانه ده.

خو د سيمې اوسېدونکي ځمکه خپله ګڼي او ولايتي اداره پرې د شهداوو، معلولينو او معلمينو ته د ښارګوټي توزيع کېدو پلان لري.

درې ورځې وړاندې د پکتيا والي شميم کټوازي او د ولايتي ادارې چارواکو په ياده ځمکه د ولاړو کلاو نړول پيل کړل او خلکو يې په مقابل کې غبرګون وښوده چې په مظاهرو کې يې د خوست کابل ترمنځ لويه لار هم د څلورو ساعتونو لپاره د ټرافيکو پر مخ تړلې پاتې شوه.

د نوموړې ځمکې پر سر جنجال لا هم روان دی او په مشروط ډول مظاهرې درېدلي.

د ازادي راډیو خبریال داود تپان د دغې ځمکې د ستونزو په اړه د پکتيا له والي شميم خان کټوازي سره مرکه کړې او په سر کې يې د شهرک او ځمکې په اړه پوښتلي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

XS
SM
MD
LG