د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

افغان پوځيان د ماشومانو د جنسي ځورونې په تور مجازات شوي؟


  • ډيلي کالر(Daily Caller):

امريکايۍ انلاين خپرونې ډيلي کالر په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د نوې ستراتيژۍ په اړه د متقاعد امريکايي جنرال ډېوېډ پټرائوس د مرکې پر اساس ليکنه خپره کړې ده.

خپرونې د ښاغلي ډېوېډ پټرائوس هغه خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي:

"موږ بايد دا درک کړو چې موږ افغانستان ته د يوه دليل له مخې لاړو، هلته د يوه دليل له مخې پاتې شولو څو دا ډاډمن کړو چې افغانستان بيا د القاعده يا نورو بهرنيو افراطيانو خوندي مرکز نه وي چې بيا له هغه ځايه د سېپټمبر د ۱۱مې غونډې کومه حمله پلان نه شي."

متقاعد جنرال ډېوېډ پټرائوس​ چې له ٢٠١٠میلادي څخه تر ٢٠١١میلادي کاله پورې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده ترسره کړې، په خپلو خبرو کې ويلي: موږ په افغانستان کې ځکه پاتې کېدو ته اړتيا لرو چې هلته په سيمه ييزه سطحه د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره يو ډېر ګټور جوړښت لرو.

خو د ښاغلي ډېوېډ پټرائوس برداشت دا دى چې د سيمې په سطحه د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې جوړښت، په افغانستان کې د "بهرنيو افراطيانو" د ځپلو لپاره ګټور نه‌دى تمام شوى؛ ځکه دا جوړښت نه دى توانېدلى د افغان طالبانو پر مشرانو، حقاني شبکې او نورو افراطي ډلو فشار راولي، د دغه جنرال په باور په دې خاطر چې دغه سخت دريځي وسله‌وال له افغانستانه بهر د پاکستان په خاوره کې پټ مرکزونه لري.

  • ډيلي بيست (Daily Beast)

ډيلي بيست انلاين خپرونې په خپله تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې: ايا افغان پوځيان چې امريکا يې ملاتړ کوي، د ماشومانو د جنسي ځورونې په تور مجازات شوي دي؟

د ليکنې په پيل کې راغلي، د امريکا دفاع وزارت هغه ادعاوې څېړلي چې امريکايي پوځيانو د افغان قواوو له خوا د جنسي تېريو د راپورونو په وړاندې جدي عمل نه‌دى کړى.

خپرونه ليکي، که څه هم په دې اړه راپور خپور شوى، خو ډېر مهم معلومات يې پټ ساتل شوي دي.

خپرونه ليکي:

دوه کاله وروسته له هغې چې په دې اړه راپورونه خپاره شول، په افغانستان کې امريکايي ځواکونو بيا هم د افغان پوځيانو له‌خوا پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه معلومات نه ورکول.

د امريکا دفاع وزارت نه‌دي ويلي چې ايا د دې پېښو په اړه څوک مجازات شوي که نه؟

په افغانستان کې د امريکا پر لګښتونو د څار اداره يا سيګار په دې اړه د پنجشنبې په ورځ خپل راپور خپور کړ.

په ٢٠١٥میلادي کال کې نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى و چې امريکايي پوځيانو ته ويل شوي وو، د افغان پوځيانو له خوا پر هلکانو د جنسي تېري په اړه پر اسنادو او شواهدو سترګې پټې کړي.

ډيلي بيست خپرونه ليکي:

هغو امريکايي پوځيانو چې افغانستان ته تلل، داسې کوم لارښود نه و ورکړل شوى، چې پر ماشومانو د افغان پوځيانو د جنسي تېري د پېښو د شک په صورت کې څه وکړي؟

خپرونه د سيګار راپور ته اشاره کوي چې په کې ويل شوي، پر هلکانو د جنسي تېري ١٦ ادعاوې تثبيت شوي چې افغان امنيتي ځواکونه په کې دخيل وو او د دغو قضيو په اړه امريکايي او افغان پوځيانو له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٦میلادي کاله پورې معلومات ورکړي وو.

XS
SM
MD
LG