د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

همدم: ناټو مخکې هم د پاکستان په وړاندې له فشارونو کار اخیستی


د افغانستان دفاع وزیر وايي، د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو په بروکسل کې ژمنه وکړه چې پر پاکستان به فشار زیاتوي څو دا هېواد د افغانستان د وسله والو مخالفینو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

همدا راز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې د افغانستان د وسله والو مخالفینو د پټن ځایونو په برخه کې د پاکستان دریځ لاهم نه دی بدل شوی.

جنرال نیکلسن ویلي، که پاکستان خپل سلوک بدل نکړي نو په وړاندې به یې فشارونه دوام وکړي.

احمدتکل د بروکسل د غونډې د پریکړو په اړه د ناټو د پخواني جګپوړي سلاکار محمد شفیق همدم نظر پوښتلی.

ښاغلي همدم د مرکې په پیل کې وویل چې ناټو له دې مخکې هم د پاکستان په وړاندې له پوځي او سیاسي فشارونو کار اخیستی دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:51 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG