د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت ازادي راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ومنله چې په دې ولايت کې د يو شمېر پروژو ستونزې له نږدې څارل شوي او د هواري لپارهيې جدي کار شوی دی.
ده دا هم وويل، په پکتيا کې روانې پروژې د ولايت مقام تر نظارت لاندې دي او هڅه کېږي چې په ښه کيفيت سره ټولې پروژې پلې شي.
د ازادي راډیو خبریال داود تپان د والي له وياند عبدالله حسرت سره په پکتيا کې د روانو پروژو په اړه مرکه کړې او په سر کې يې ترې د ټولو روانو کارونو په اړه پوښتنه کړې: