د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ملي ارمان: عبدالروف ابراهیمي هم باید لوی څارنوالۍ ته معرفي شي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د ولسي جرګې پرونی حال راخیستی او د حقیقت موندونکي کمېسیون د پرېکړو په اړه یې لیکلي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د ولسي جرګې رئیس چې په مالي فساد تورن شوی پرون ومنله چې نېږدې پنځه نیم میلیونه افغانۍ به ولسي جرګې ته بېرته ورکوي.

د مطلب د لیکونکي په وینا دا هغه پیسې دي چې نوموړي د خپل میلمسون او دفتر لپاره د غیر ضروري شیانو پر اخېستلو لګولي دي.

په مطلب کې د جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون په اړه راغلي چې د شپې له‎مخې د ولسي جرګې د تلویزیون ستوډیو ته د ننوتلو له امله د لسو ورځو لپاره په غونډو کې له ګډون محروم کړای شو.

په مطلب کې د جرګې د حقیقت موندونکي کمېسیون په پرېکړه کې دا هم راغلي چې د درالانشا رئیس د ځینو سوداوو په تور چې دوی مشکوکې پېرودنې بللي باید لوی څارنوالۍ ته معرفي او ورنه څېړنې وشي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، پرون چې ولسي جرګې په کومه بڼه د جرګې د رئیس او مرستیال تر منځ سپېره معامله ترسره کړه باید د جرګې په تورو کارنامو کې ثبت شي.

ورځپاڼې لیکلي، په رېښتینې معنی د ولسي جرګې د دوو ځواکنو اړخونو په معامله کې د جرګې د دارلانشا رئیس نصرت قرباني شو.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا د هغه پاچا پرېکړه وه چې د مجرم پرځای یې داسې څوک په دار وځړاوه چې غاړه یې د دار پړي ته رسېده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، زموږ له نظره د جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم باید لوی څارنوالۍ ته معرفي او ورنه څېړنې وشي.

په سرمقاله کې راغلي، زموږ ټینګار پر دې دی چې باید د جرګې د اداري پلاوي غړي ټول له خپلو دندو ګوښه کړل شي، په دې توګه به په یو ډول د مجلس موقف بېرته پر ځای او د خلکو باور هم پرې زیانمن نه‎شي.

XS
SM
MD
LG