په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ډېرېدل کمزوری کیفیت او لوړ فیسونه هغه څه دي چې د دغو پوهنتونونو محصلین يې اندېښمن کړي دي.
د دې ترڅنګ ویل کېږي چې په دې پوهنتونونو کې خیالي محصلین موجود دي، په دې مانا چې د پیسو په مقابل کې محصلین جذبېږي او له حاضرۍ ورکولو پرته، د لوړو زده کړو اسناد ورکول کېږي.
د حقیقت څه دی، د دې اوونۍ خپرونه مو همدې مسئلې ته ځانګړې کړې او په اړه يې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو له رئیس محمد امیر کاموال سره غږېږو.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: