د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

بورنز: په افغانستان کې د ایران، روسیې، پاکستان او چین فعالیتونه زیات شوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د پاکستان او له دغه هېواد سره د افغانستان د اړیکو او سولې د خبرو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ایران، روسیې، پاکستان او چین فعالیتونه زیات شوي او دغه هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکي کې یو رول ولوبوي.

په مطلب کې د دغه ماموریت د ګډ استخباراتي او عملیاتي مرکز قوماندان ډګروال کورتیس بورنز په حواله راغلي، دا هېوادونه د افغان حکومت او طالبانو د سولې په خبرو کې د خپلو ګټو استازیتوب کول غواړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې نوموړي پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ویلي چې د هغه هېواد چارواکي لا هم په دې خبرې کوي چې له طالبانو نه خپل دغه ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ له افغانستان او امریکا سره وروستۍ خبرې وڅېړلې او ټینګار یې وکړ چې له دواړو هېوادونو سره سلا مشورو ته باید دوام ورکړل شي.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د لوی درستیز قمر جاوید باجوه په ګډون په دغه غونډه کې د نوموړي هېواد د ټولو قول اردوګانو قوماندانانو ګډون کړی و.

د مطلب لیکوال لیکي، په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په غونډه کې د امریکا او افغانستان له چارواکو سره په اړیکو تینګار شوی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حواله لیکلي، له پاکستان سره د سولې لپاره دې د موخو او ټاکلو اقداماتو په تشخیص سره د لارې منظمه نقشه جوړه شي.

هېواد لیکلي ولسمشر دا هم ویلي چې افغانستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی او د سیمې د هېوادونو اړیکې هم باید د وړاند وینې وړ وي.

ورځپاڼې لیکلي چې ښاغلي غني دغه خبرې د پاکستان لپاره د بریتانیا د عالي کمېشنر توماس ډریو سره په ارګ کې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې په یو مطلب کې لیکلي، د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په افغانستان او پاکستان کې د زلمي خلیل زاد په سرپرستۍ د امریکا د ځانګړي دفتر د پرانیستلو په هڅه کې دی.

په مطلب کې راغلي چې دغه دفتر به د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو وزارت له واک هم وایستل شي او چارې به یې سپنې ماڼۍ ته انتقال شي.

XS
SM
MD
LG