د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

نړیوالو مطبوعاتو پر کومو موضوعاتو تبصرې کړي؟


اکسپرس ټربیون:

اکسپرس ټربیون لیکلي چې د پاکستان لوړپوړو پوځي مشرانو د امنیتي چاپیریال جیوستراتيژيکه ارزونه وکړه.

د ټربیون د مقالې په اساس، د پاکستان پوځي مشرانو د پنجشنبې په ورځ په دې غونډه کې له افغان او امریکايي چارواکو سره د وروستیو تعاملاتو په اړه تمرکز درلود.

اکسپرس ټربیون د پاکستان د پوځ د بیان له مخې لیکلي چې په راولپېنډۍ کې دا غونډه د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه رهبري کړه او د پاکستان په داخلي امنیت، د ترورېزم پر ضد جګړه او د سولې او ثبات په موضوع ګانو یې هم بحث وکړ.

د پاکستان لوړپوړو پوځي مشرانو په داسې حال کې د امنیتي حالت د ارزونې غونډه جوړه کړې چې د امریکا متحده ایالتونو له دې هېواد غوښتي چې د ترورېستي ډلو پر ضد جدي مبارزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن تېره اوونۍ د همدې واضح پیغام د لېږد لپاره پاکستان ته تللی و او ویلي یې دي، که پاکستان له ترورېستي ډلو سره مبارزه ونه کړي، امریکا به خپله لاس په کار شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال پاکستان ګرم وباله چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفو ډلو ملاتړ کوي او هم یې په خپله خاوره کې ترورېستانو ته ځای ورکړی دی.

یو اس اې ټوډې:

یو اس اې ټوډې ورځپاڼې بیا د افغان کسبګرو او پانګوالو ښځو په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼې د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په حواله لیکلي چې اوس وخت څه باندې ۶۸۰ ښځې په افغانستان کې خپل کاروبار لري.

یو اس اې ټوډې وايي، ښځو د افغانستان په اقتصاد کې څه باندې ۶۶ میلیونه ډالره پانګونه کړې او د دندو ۴۷ زره فرصتونه یې برابر کړي دي.

د یو اس اې ټوډې په دې مقاله کې د نورو افغان کسبګرو او سوداګرو مېرمنو د لارښودې او روزونکې ۳۲ کلنې منيژه وافق او په هرات کې د وچې او لمدې مېوې د پروسس د مرکزونو د مشرې نسیم ګل عزیزي د کاروبار په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د مقالې له مخې، منیژه او نسیم ګل د هغو نورو سلګونو ښځو په څېر له سختو لانجو سره سره مخ دي چې په خپل هېواد کې یې پانګونې ته زړه ښه کړی او نورو ته یې دندې ایجاد کړې دي.

یو اس اې ټوډې لیکلي، که څه هم نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په بېلابېلو برخو کې له افغان ښځو سره مرستې او همکارۍ کړي، خو لا هم په افغانستان کې چې ښځو یې خپله وړتیا، تعهد او زړورتیا ښودلې لسګونه موانع شته چې نه پرېږدي، هغوی ښه کاروبار او سرمایه ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان د خبر مرکز:

اخوا د ملګرو ملتونو سازمان د خبر مرکز په افغان ټولنه کې د ځوانانو له خوا په رامنځته شوي بدلون تبصره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خبر مرکز انلاین خپرونې لیکلي لکه څنګه چې افغان جګړه روانه ده، یو څنګ ته شوی نوی نسل خپل غږ پورته کوي.

د مقالې په اساس افغان باسواده ځوانان د وسله والو مخالفینو د هغو پیغامونو او هڅو په خلاف پورته شوي چې د قومي او مذهبي شخړو له لارې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

محصلین، ځوان سیاستوال او ژورنالیستان د افغانستان هغه نوی نسل یاد شوی چې له کلیو او بانډو نیولې، ان تر مجازي نړۍ په ټولنیزو شبکو د جګړو د هر ډول پروپاګنډا په وړاندې حساسیت لري.

XS
SM
MD
LG