د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۳

افغانستان سره د هند د غنمو د مرستو لومړۍ جوپه چابهار بندر ته ورسېده


له افغانستان سره د هند د غنمو د مرستو هغه لومړۍ جوپه چې ۱۳۰ زره ټنه غنم دي پرون د ایران د چابهار بندر ته ورسېده چې څو ورځې مخکې د هند له کندلا بندر څخه په کښتیو کې بار شوي و.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا د هغو ټولو ۱،۱ میلیون ټنه غنمو یوه برخه ده چې هند یې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د نړیوال ټرانسپورت او سوداګرۍ د دغه نوي دهلېز درې اړخیز تړون د ۲۰۱۶ کال په مې کې په تهران کې د درې واړه هېوادونو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

هند له افغانستان سره د سوداګرۍ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر دې سربېره د کابل او نوي ډېلي ترمنځ د بار وړونکو الوتکو یو هوایي دهلېز هم په دې وروستیو کې پرانیستلی دی.

هند تر اوسه له افغانستان سره د شااوخوا درې میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

افغانستان تمه کوي چې په بشپړه توګه د ایران د چابهار بندر په فعالېدو سره به د ټرانسپورت او د سوداګرۍ په برخو کې د دې هېواد ډېره اتکا چې اوس په پاکستان ده راکمه شي.

XS
SM
MD
LG