د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

برېښنا شرکت: لاهم پر ځینو دولتي او خصوصي ادارو او زورواکو د برېښنا پور پاتې


د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له هڅو سره سره اوس هم داسې دولتي ادارې، حکومتي چارواکي، خصوصي فابریکې د ملي شورا غړي او زوراکي له دوی ميلیاردونه افغانۍ پوروړي دي.

د دغه شرکت رئیس امان الله غالب د سې شنبې په ورځ د برېښنا د تولید، پېرېدلو او رسولو په مقصد، د برېښنا د ولایتي مسؤلینو په یوې مشورتي ناسته کې وویل، د برېښنا شرکت ټول پوروړي مکلف دي چې د دغه شرکت پورونه ورکړي.

ښاغلي غالب ټینګار وکړ چې که دغه پورونه برېښنا شرکت ته ونه رسېږي، د یاد شرکت پراختیايي پروژې به له ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب
د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې په هرکال او هره دوره کې غوښتونکې پیسې ډېرېږي، درې میاشتې مخکې مې ویلي وو چې له یادو ادرسونو دغه غوښتونکې پیسې ۱۰ میلیارده وې، خو اوس ۱۱ میلیارده افغانۍ دي، د پیسو نه ورکول حرام دي، له همدې امله، هېوادوال باید زموږ همکاران واوسي، ځکه هدف مو دا دی چې څنګه خلکو ته برېښنا ورسوو."

ښاغلي غالب وویل، هرکال له ایران او شمالي ګاونډیو هېوادونو تر۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې برېښنا پېرودل کېږي چې د لګښت د ۱۰ فیصدو عواید یې یا ضایع کېږي او یا د وسله والو مخالفینو لاس ته ورځي.

ده یو ځل بیا پر پوروړو غږ وکړ چې که د برېښنا پوروړي په یو وار خپل پور نه شي رسولای، برېښنا شرکت به ورته دا اسانتیاوې برابرې کړي چې خپل پورونه په څو قسطونو کې پرې کړي.

په وروستیو دوو کلونو کې برېښنا شرکت دوه ځلې عملي هڅه وکړه چې د برېښنا د پوروړو د میټرونو مزي پرې کړي، خو په دې کار بریالی نه شو.

دغه شرکت شااوخوا درې میاشتې مخکې د برېښنا شرکت د پوروړو یو لست هم خپور کړ.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت له ۱۱ میلیاردو افغانیو له پوره څه باندې څلور میلیارده افغانۍ د ځینو وزارتونو او دولتي ادارو او پاتې یې د ځینو زورواکو او د فابریکو د خاوندانو په غاړه دي.

د برېښنا شرکت مسؤلین داهم وايي چې د دغه شرکت د پوروړو لست یې اړوندو ادارو ته هم سپارلی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، که برېښنا شرکت له دوی مرسته وغواړي، نو له پوروړو به د پورونو د اصولولو په برخه کې، له دوی سره همکاري وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په ټوله مانا د دوی په خدمت کې یوو، هر څه ته چې اړتیا وي، پولیس او امنیتي ځواکونه حاضر دي، دوی دې خپل وړاندیز مطرح کړي، موږ به د دوی مرستندوی یوو او له قانون سره سم به عمل وکړو."

اوس د افغانستان ۸۰ فیصده برېښنا وارداتي او ۲۰ فیصده یې کورنۍ دهاو له دې سره سره د افغانستان ځیني خلک او د خصوصي سکټور استازي د خپلو فعالیتونو لپاره، د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.

ویل کېږي چې په ځینو ولایتونو کې د برېشنا د نشتوالي له امله ګڼ شمېر تولیدي فابریکې په ټپه ولاړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په هېواد کې به د برېښنا د تولید شااوخوا ۲۰ بندونه جوړ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG