د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۱۲

نړۍ

ایران: روحاني د "م.م" په اسامبله کې له ټرمپ سره ونه‌کتل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون پر مهال د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ونه‌کتل.

د ایران یوه نیمه رسمي خبري آژانس پرون د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، د دې کتنې لپاره امریکايي لوري لېوالتیا څرګنده کړه، خو روحاني ونه‌منله.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

روحاني او ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپلو ویناوو کې د یو بل پر ضد سختې څرګندونې وکړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د هسپانیا یوې محکمې د نایټ کلبونو د اور لګیدو پېښه کې د ۱۳ تنو د مړینې تحقیقات پيل کړل

پېښې ته یو منسوب تصویر

په هسپانیا کې یوې محکمې، په نایټ کلبونو کې د اورلګېدو په پېښه کې د ۱۳ کسانو د مړینې په باب جنايي تحقیقات پیل کړي دي.

په جنوب ختیځه سیمه مورسیا کې د یکشنبې په ورځ په درېیو نایټ کلبونو کې د اورلګېدنې پېښه په څو لسیزو کې بېسارې ګڼل شوې ده.

دې اور، چې چارواکي وايي علت یې لا معلوم نه دی، دوه نایټ کلبونه تر حد زیات تخریب کړل.

محلي چارواکو ویلي، که څه هم دغو دوو نایټ کلبونو ته یو کال مخکې خبرداری ورکړل شوی و، چې له قانوني جواز پرته دې فعالیت نه کوي، خو بیا هم پرانیستي وو.

د محکمې قاضي اوس د قربانیانو د هویت د تثبیت لپاره د څېړنو پایلو ته په تمه دی، کله چې دا پروسه بشپړه شوه وروسته به نور قانوني اقدامات کېږي.

د نوبل د کیمیا جایزه؛ ځینو سویډني رسنیو یې د احتمالي ګټونکو نومونه خپاره کړي

د جایزې د احتمالي ګټونکو نومونه او تصویرونه

د سویډن رسنیو نن د هغو کسانو نومونه څو ساعته مخکې تر دې خپاره کړل ،چې داسې ښکارې چې د نوبل د کیمیا جایزې ګټونکي به وي.

سویډنۍ ورځپاڼې داګینس نیهتر راپور ورکړ، چې د سویډن د ساینس د شاهي اکاډمۍ خبرپاڼه یې ترلاسه کړې ده، چې پکې د مونګي باوندي، لویس بروس او الکسي اکیموف نومونه یاد شوې دي.

دا ساینسپوهان په امریکا کې ژوند کوي.

د سویډن د نوبل د کیمیا کمېټې یوه متخصص بیا همدې سویډنۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې تر اوسه څوک نه دې انتخاب شوي.

د اکاډمۍ یوه ویاند بیا په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه.

فرانسه: چمتو یوو، چې ارمنستان ته پوځي تجهیزات واستوو

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره په ارمنستان کې

فرانسه دې ته چمتو شوې ده چې ارمنستان ته د پوځي تجهزیاتو استول پیل کړي.

دا خبره د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا د سې شنبې په ورځ ایروان ته د سفر پرمهال وکړه.

کولونا د دې تجهیزاتو په اړه له توضیحاتو ډډه وکړه خو دا یې وویل چې د اروپایي تولنې له مشر جوزیف بوریل څخه یې غوښتې دي ،چې په سیمه کې د اروپایي ټولنې ماموریت پراخ کړي او ارمنستان د مالدووا په څیر د اروپایي ټولنې د سولې په میکانیزم کې شامل کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره وروسته تر دې ایروان ته ولاړه چې تیره میاشت اذربایجان د یوه چټک برید په ترڅ کې ناګورنو قره باغ ونیو او له دې سیمې ډله ډله ارمنیان ارمنستان ته کډوال شول.

د اوکراین په ځینو برخو کې د خطر زنګونه وهل شوي

د اوکراین یوه جګړه ځپلې سیمه

د اوکراین په جنوب، ختیځ او مرکزي سیمو کې نن د خطر زنګونه وهل شوي دي.

په دې ترڅ کې له جنوبي سیمې دنیپرو پیتروویسک څخه د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

په ورته وخت کې ماسکو ادعا کړې ده، چې د روسیې پرفضا یې درې ځایه ګڼې اوکرایني ډرون الوتکې له منځه وړې دي.

په کریوي ریه سیمه کې د چاودنو په اړه لږ اطلاعات ترلاسه شوې دي او هغه هم ابتدایي دي.

سیمه ییز چارواکي وایي، چې سهار وختي په اودیسه، میکولایوا او خرسون کې خبرداری ورکړل شو.

د روسیې دفاع وزارت وایي، چې تیره شپه یې یو دیرش اوکرایني ډرون الوتکې د بلګورود، بریانسک او کورسک سیمو کې له منځه وړې دي.

ایټالیا: د یو بس د ټکر پېښې لږ ترلږه ۲۱ تنه مړه کړي

د ایټالیا د یوې ترافیکي پېښې تصویر - ارشیف

د ایټالیا وینیس ښار ته نژدې د یو بس د ټکر په پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.

دا بس چې ډېری سپرلۍ یې اوکرایني وګړي وو، له یوه سړک څخه چې لوړ ځوړی یې لاره راپرېوتی دی.

د وینیس د تاریخي ښار د ښاروالۍ چارواکي ریناتو بوراسو ویلي په پېښه کې ۱۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي، چې د څلورو تنو یې حالت نازک بلل شوی.

نوموړي زیاته کړه ،چې په مړو کې دوه تنه ماشومان دي.

بوراسو همداراز تایید کړه، چې یوشمېر قربانیان اوکرایني وګړي دي او ویې ویل چې دې بس دا سیلانیان یوه تفریح ځای ته لېږدول.

یوه ایرانۍ پېغله د ګشت ارشاد د پولیسو له برید وروسته روغتون کې په کوما ده

د ایران د ګشت ارشاد پولیسو یو موټر - ارشیف

د راپورونو له مخې یوه ایرانۍ پېغله د تهران په مترو کې د ګشت ارشاد د پولیسو تر برید وروسته په روغتون کې د کوما په حالت کې ده، په داسې حال کې چې د روغتون په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د بشري حقونو ډلې هنګاو پرون خبر ورکړ، چې ارمیتا ګراوند په نوم دا نجلۍ له نیول کېدو وروسته په سخت ټپي حالت کې ده.

ایراني چارواکو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا ځوانه نجلۍ د ټیټ فشار له کبله بېسده شوې وه.

ایران له څه باندې یو کال راهیسې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته له پراخو اعتراضونو سره لاس ګرېوان دی.

مهسا هم ظاهرا د امربالمعروف او نهی عن المنکر یا ګشت ارشاد پولیسو له خوا په دې تور نیول شوې وه، چې ګنې پوره حجاب یې نه و، اغوستی.

فرانسې ارمنستان ته د پوځي تجهیزاتو د لېږلو اعلان وکړ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره، کاترین کولونا

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره وايي، هېواد یې موافقه کړې چې ارمنستان ته به پوځي تجهیزات ولېږي.

کاترین کولونا پرون سې شنبه ارمنستان ته د سفر پر مهال دا خبره وکړه.

هغې له ارمني چارواکو سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: فرانسې له نورو قراردادونو سره هوکړه کړې چې له مخې به یې ارمنستان ته زمینه برابرېږي څو پوځي تجهیزات ترلاسه او خپله دفاع یقیني کړي.

تېره یکشنبه بیا د ملګرو ملتونو یو هیئت لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ ته سفر وکړ، چې هلته بشري وضعیت وارزوي.

د ارمنستان او د هغه د ګاونډي هېواد اذربایجان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد، چې اذربایجان د پوځي عملیاتو په نتیجه کې لانجمنه سیمه نګرنو قره باغ ونیوله.

له سیمې په خټه د ارمنانو د کډه کېدو لړۍ روانه ده او پر دې موضوع ګڼو سازمانونو او هېوادونو اندېښنه ښوولې ده.

د دغو کډه شویو کسانو شمېر تر ۱۲۰زره ډېر ښوول شوی دی.

ترکیې د کردانو د کارګر افراطي ګوند د لسګونو غړو په ګډون نږدې زر تنه نیولي

په انقره کې وروستۍ چاودنه، چې یاد شوي کسان یې په تور نیول شوي

ترکیې د سې شنبې په ورځ د کردانو د کارګر افراطي ګوند د لسګونو غړو په ګډون نږدې ۱۰۰۰ کسان نیولي دي.

دا اقدام په پلازمېنه انقره کې د یکشنبې ورځې تر حملې وروسته کېږي، چې په نتیجه کې یې دوه پولیس ټپیان شوي وو.

د ترکیې په جنوب ختیځ کې چې ډېری اوسېدونکي یې په خټه کردان دا چاپې داسې وخت اچول کېږي، چې د کردانو د کارګر ګوند یا (PKK) چې ترکیه او د هغې غربي متحدان یې تروریستي سازمان بولي، د هغې حملې مسوولیت واخیست.

ترکي چارواکي وايي د کردانو د کارګر ګوند د غړو په ګډون شا و خوا ۱۰۰۰ کسان نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، د امنیتي ځواکونو له خوا په ۱۶ ولایتونو کې د «تروریستي سازمان» ۶۷ غړي هم نیول شوي دي.

د یکشنبې په ورځ په انقره کې د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ بهر، ظاهراً د ځانمرګي برید پر مهال دویم بریدګر په ډزو وویشت.

هغه حمله داسې وخت شوې وه، چې په پام کې وه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلې وینا سره پارلمان، چې د اوړي له رخصتۍ وروسته یې خپله لومړۍ جلسه جوړوله، په خپله وینا سره پرانیزي.

د بلګراد محکمې ۴ مخکیني چارواکي محاکمه کړي

د بلګراد د یوې ودانۍ تصویر

د بلګراد سترې محکمې نن د پولیسو د هغو څلورو لوړپوړو چارواکو محاکمه پیل کړه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د سربیا په پلازمېنه کې د امریکا پر سفارت د برید په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورن شوي دي.

د ۲۰۰۸ کال په فبرورۍ کې د کاسوود خپلواکۍ د اعلان پر ضد د لاریون په مهال چې لاریون کوونکو د امریکا پرسفارت د یرغل هڅه کړې وه، اور ولګید.

په تاوتریخوالي کې چې پریوشمیراروپایي سفارتونو بریدونه پکې شامل و، یو کس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

د امریکا سفارت ته د اوراچونې د پېښې په تړاو تراوسه هیڅوک ندي زنداني شوي او اوو مشکوکو کسانو ته په ۲۰۱۹ کال کې د محکمې په یوه جلا دوسیه کې برائت ورکړل شوی و.

د اسرایلو په برید کې د دوو سوريایي ځواکونو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

د سوریې ځواکونه - ارشیف

د سوریې په دیرالزور ولایت کې د سوریایي ځواکونو پر مرکزونو د اسرایل تر پرونیو بریدونو وروسته د دوو سوریایي ځواکونو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د دغې پیښې راپور نن سه شنبه سهار وختي د سوریې یوې دولتي رسنۍ د پوځي سرچینې په حواله خپور کړی دی.

د اسرایل پوځ سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.

اسرایل له کلونو راهیسې د دوی په ټکو په سوریه کې د ایران پر اهدافو بریدونه کوي.

په سوریه کې وروسته تر هغه د ایران نفوذ زیات شوی، چې تهران د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې، د بشار الاسد د حکومت ملاتړ شروع کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG