د اکبر په نوم يو معتاد وايي چې په ايران کې يې له يوه ايراني سره مزدوري کوله.
ايراني ورته وويل چې که تارياک وخورې، نو موټي به دي ډېري غښتلي شي او دوه برابره کار به وکړې.
دی وايي چېله هغې ورځې راهيسي په تارياکو اخته سو او بيا تر پوډرو پورې ورسېد.
دا چې اکبر اوس له څه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، دا به خپله د ده له خولې واورو: