افغانستان
ټېلرسن هندي چارواکو سره د افغانستان پر سوله او ثبات غږېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به نن له هندي چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې وکړي.
ټېلرسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې و او د سې شنبې په ورځ اسلاماباد ته ولاړ.
هغه په کابل کې خبریالانو ته وویل، د جنوبي اسیا لپاره د خپل حکومت د نوې ستراتېژۍ پر اساس به هندي چارواکي وهڅوي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مرستې زیاتې کړي.
د امریکا ولسمشر د اګسټ په ۲۳مه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه او پر هند یې غږ وکړ چې د اقتصادي پروژو او پانګونې له لارې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هند د افغانستان ستراتېژیک شریک دی او د هغه هېواد په سوله کې زیاته مرسته کولای شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د ۵۲۹ میلیونه ډالرو پلان پيل شو
ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو نادولتي همکارو موسسو د پنځه سوه نهه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې پلان پیل کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه ماموریت( یوناما) د سې شنبې په ورځ په خپل فیسبوک کې خبر ورکړ چې ملګري ملتونه به له دوه میلیونه او اووه لکه ستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي. د راپور له مخې هغه کډوال له دې مرستو ګټه اخیستلی شي چې سږکال د اپریل او ډسمبر میاشتو ترمنځ له ایران او پاکستانه افغانستان ته تللي او ځي.
یوناما وایي چې له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ پر بنسټ چمتو شوی دی چې افغانستان ته د کډوالو له تګ څخه تر بیا مېشتېدنې پورې مرستې چمتو کوي.
د افغانستان په اکثر ولایتونو کې چهارشنبه د ورښتونو اټکل شوی
اټکل کیږي چې چهارشنبه د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سیلونه وبهیږي.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نهه ویشت ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته چې په ځینو کې به د ورښتونو کچه شاوخوا لس ملي متره او په ځینو کې تر پنځه دیرش ملي مترو ته ورسیږي.
هند له افغان کرکټ لوبډلې سره د سیالیو لپاره خپل ټیم اعلان کړ
هند د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره په خپل کور کې د یوه ټسټ لوبې او درې یو ورځنۍ لوبو لپاره لوبغاړي غوره کړل.
په ټسټ لوبه کې هند خپل دوه مهم لوبغاړي، باولر جیپریسټ بومرا او ال رونډر رویندرا جدیجا نه دې انتخاب کړي.
ټاکل شوې ده چې دا پنځه ورځنۍ لوبه د جون په شپږمه پیل شي.
د هند د یو ورځنۍ لوبډلې لپاره بیا د دغه هیواد دوه تجربه کاره پخواني کپتانان، ویرات کوهلي او روهیت شرما هم شامل شوې دي.
د پنځوس اورونو دا لوبې یوه د جون په ۱۴ مه، بله په ۱۷ مه او وروستۍ یوه یې ټاکل شوې ده چې په ۲۰ ترسره شي.
د خبریالان د ساتنې کمیټې غوښتنه کړې چې بروکسل ته دې د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه شي
د خبریالانو د ساتنې کمیټې له اروپايي کمیسیون غوښتي چې بروکسل ته د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه کړي.
دغه کمیټې د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د عدالت غوښتې د برخې مرستیال تام ګیبسون په حواله وویل،" په داسې حال کې چې طالبان ورځې تر بلې پر رسنیو فشارونه زیاتوي، اروپايي کمیسیون طالب پلاوی بروکسل ته غواړي او دغه اقدام ټکان ورکوونکی دی".
وړاندې راغلي،"اروپا طالب پلاوي ته په بلنې سره دغې ډلې ته مشروعیت ورکوي".
اروپايي کمیسیون افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه بروکسل ته د طالبانو یو پلاوي ته بلنه ورکړې ده.
تراوسه د دغه پلاوی د سفر وخت مشخص نه دی.
بل پلو، د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د یو بیان په خپرولو سره ویلي، " طالب پلاوي ته بلنه ورکول نه یوازې ډپیلماتیک، بلکې د اروپايي کمیسیون یو ستراتژیکه تیروتنه ده چې کیدای شي راتلونکې کې امنیتي خطرونه ولري".
د قرغیزستان ولسمشر وايي چې که دغه هیواد د امنیت شورا غړی شي نو افغانستان ته به ځانګړې پاملرنه وکړي
د قرغیزستان ولسمشر وايي چې که دغه هیواد د امنیت شورا غړی انتخاب شي نو دافغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
صدرجباروف د یکشنبې په ورځ خپل پیغام کې چې د قرغیزستان د رسنیو له لورې خپور شو وویل چې د منځنۍ اسیا امنیت دافغانستان ثبات پورې تړلی دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د قرغیزستان د ولسمشر ددغو څرګندونو هرکلی کړی دی.
مرستیال ویاند حمدالله فطرت طلوع نیوز ته ویلي چې دوی دافغانستان په تړاو د قرغیزستان د ولسمشر "رغنده نظر" تاییدوي او په ټکو یې "دا واقعیت باید نور هیوادونه هم درک کړي چې افغانستان دسیمې په ثبات کې مهم رول لري."
د امنیت شورا نوي غیردایم غړي هیوادونه د راتلونکې جون میاشتې پیل کې ټاکل کیږي.
د ډله ایز امنیت سازمان CSTO په وار وار له افغانستانه منځنۍ اسیا او د سیمې نورو هیوادونو ته د ترهه ګرۍ او د مخدرو موادو د قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
ملګري ملتونه :د کډوالو په ستنیدو سره په افغانستان کې د نفوسو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
ملګري ملتونه وايي د کډوالو په ستنیدو سره په افغانستان کې د نفوسو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامینځ ته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) د دوشنبې په ورځ وویل چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۵ ملیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د سه شنبې په ورځ د اذربایجان پلازمینه باکو کې نړیواله غونډه کې ددغو راستنیدونکو د ادغام د څرنګوالي په اړه خبرې کوي.
بلخوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خپل وروستي رپوټ کې د نفوسو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي وو چې راستنیدونکي ډیر زیانګالي دي او په دوی کې ۹۲ سلنه خلک د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي.
ازبکستان وايي سلګونه کیلوګرامه مخدر مواد یې چې دافغانستان له لورې دغه هیواد ته قاچاق کیدل نیولي دي
ازبکستان وايي ۶۰۰ کیلوګرامه مخدر مواد چې د افغانستان له لوري دغه هیواد ته قاچاق کیدل کشف او ضبط کړي.
د ازبکستان د ګمرک ادارې دیکشنبې په ورځ وویل چې ۵۹۳ کیلوګرام چرس او ۳ کیلوګرام تریاک یې نیولي دي.
اعلامیه وايي چې دغه مواد په ډیره ماهرانه توګه په یوسکواټر کې ځای پرځای شوي وو او سکواټر په یوه لارۍ کې بار شوی وو.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو افغانستان کې یې د کوکنارو په کرنه بندیز لګولی او د مخدرو موادو د قاچاقو د مخنیوي لپاره یې په خپلو هلوځلو ټینګار کړی دی .
تردې مخکې، د ډله ایز امنیت سازمان CSTO له افغانستانه منځنۍ اسیا او د سیمې نورو هیوادونو ته د ترهه ګرۍ او دمخدرو موادو د قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
علي بلال د امریکا د پټسبورګ پرو نایب اتل شو
د اندام د ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د امریکا د پټسبورګ پرو نایب اتل شو.
ښاغلي بلال په خپله انسټاګرام پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې د سړیو د فیزیک د سپينو زرو مډال یې وګاټه.
بلال کایرون هیدون ته مبارکي ورکړه چې د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
علي بلال بیا ژمنه وکړه چې له پخوا لا زحمت باسي او د المپيا سیالیو لپاره به ښه چمتووالی ونیسي.
علي تر دې نږدې دوه اوونۍ مخکې په نیویارک پرو کې اتلولي ګټلې وه.
علي بلال د ارنولډ کلاسیک اتلولي او د المپیا دوه وار نایب اتلولي هم په خپل نوم کړې ده.
د کابل ـ کندهار پرلویه لاره په یوه ټرافیکي پیښه کې پنځه کې کسان مړه شوي
د کابل ـ کندهارپرلویه لاره په یوه ټرافیکي پیښه کې پنځه کې کسان مړه او یوکس ټپي شوی.
د راپورونو له مخې دا پیښه د شنبې د ورځې ناوخته هغه وخت رامنځ شوه چې دوو موټرو پردې لاره د میدان وردګ په سیمه کې ټکروکړ. چارواکو کورنیو رسنیو ته د یوه کورولا ډوله موټرد چلونکي بې احتیاطي د دې پیښې د رامنځته کیدو لامل بللی دی. په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول او د موټرچلونکو بې احتیاطي د ټرافیکې پیښو د رامنځته کیدو عمده لاملونه بلل کیږي.
سبا دوشنبې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي
سبا دوشنبې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي.
له "پولیو پاک افغانستان بنسټ" پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغه کمپاین به په شپاړسو ولایتونو کې پیل شي.
د خبرپاڼې له مخې په جنوبې ولایتونو کې دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیلیږي.
دغه بنسټ له کورنیو غوښتي چې په دغه کمپاین کې خپله ونډه واخلي او خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړي.
له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلږي چې افغانستان تراوسه د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتیدو له خطره ندی بج شوی. تردې مخکې د روان میلادي کال د اپریل په دیارلسمه د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې ترسره شو. د دغه کمپاین په ترڅ کې په ملیونونو ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکې ورکړل شول.
پولیو یوه ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.