په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې پر نړيوالو او دولتي ادارو سربېره يو شمېر نادولتي ټولنې هم کار کوي او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې مرکزونه لري.
په دې وروستيو کې له دې جملې څخه څو نادولتي ټولنو يې د چتر په نوم يوه ګډه هسته يا اتحاديه جوړه کړې ده.
موږ د دې اتحاديې له مشر محمد نصيب احمدي سره مرکه کړې او په پيل کې مو ورڅخه پوښتلي چې د دې اتحاديې اړتيا څه وه؟