د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

عبدالله: مرکزي حکومت به په پکتيا کې له پلټنو وروسته تصميم ونيسي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، مرکزي حکومت به په پکتيا کې له پلټنو وروسته تصميم ونيسي.

تېر ماښام د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د پکتيا مرکز ګردېز ته د کورنيو چارو له سرپرست وزير ويس برمک او د ملي امنيت له عمومي رئيس معصوم ستانکزي سره يوځای د يو لوړپوړي هيئت په ملتيا سفر وکړ او په پکتيا کې د وروستيو بريدونو د څېړلو لپاره‌يې له ولايتي امنيتي چارواکو سره ناسته وکړه.

د دغې ناستې په اړه رسنيو ته دومره ويل شوي دي چې دوی به د پېښې په اړه پلټنې کوي او پيل شوي تحقيقات به په منظم ډول پای ته رسوي او پايلې به‌يې اعلانوي.

د ازادي راډیو خبریال داود تپان د دغه سفر په اړه له اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله سره يوه لنډه مرکه کړې او په سر کې يې ترې د ليدلې سيمې او په سيمه کې د وضعيت په اړه پوښتنه کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG