د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

سرخط: ژمی راغی او د سولې بازار تود شو


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په عمان کې د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخېزې نننۍ غونډې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سره مقاله کې لیکلي، د عمان په ناسته کې د څلورو هېوادونو، امریکا، چین، افغانستان او پاکستان استازي ګډون او د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي:

په دغه ناسته کې باید پاکستان ته وویل شي چې د کوټې شورا، د پېښور شورا او حقاني شبکه د دوی له‎خوا لوبول کېږي، اسلام‎اباد په افغانستان کې د ټولو ورانکارو اعمالو طرحه کوونکی دی او افغانان اوس په دې ښه پوهېدلي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، پاکستان د دې پر ځای چې واک ته د طالبانو د رسېدو خوبونو وویني پکار ده چې یوه معقوله لار وړاندیز کړي چې د سرمقاله لیکونکي په خبره هغه د سولې خبرو ته د طالبانو کښینول او اوربند دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، دا څلور اړخېزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې تر دې مخکې غونډو کومه نتیحه نه‎ده ورکړي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان په تېرو څلور اړخېزو غونډو کې په خپلو ټولو ژمنو پښې اېښې دي.

ځکه د سر مقاله لیکونکي په باور، د پاکستان مرکچیان واک او اختیار نه‎لري او هره پرېکړه د هغه هېواد د پوځ او څارګرې ادارې له‎خوا کېږي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ژمی راغی او د سولې بازار تود شو.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان هر کال د ژمي په رارسېدو سره، افغان چارواکو سره لیده کاته کوي وايي چې د سولې لپاره باید څو اړخېزې غونډې جوړې شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

ازمویلی باید ونه ازمویل شي، افغان دولت په وار-وار د داشان سیاسي لوبو دوکه خوړلې، اوس ورته لازمه ده چې د ژمي له سړو نه په استفادې سره له طالبانو نیول شوې ټولې سیمې بېرته خپلې کړي.

په سرمقاله کې راغلي، په عمان کې څلور اړخېزه ناسته د سولې لپاره لارې جوړولو ته ښه ده، خو د افغانستان اقدام به د پاکستان د غولونکو سیاستونو په وړاندې لا ښه اقدام وي.

XS
SM
MD
LG