د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د افغان اردو پر وړو قطعو د امریکایي سلاکارانو د کار پیل به نتیجه ورکړي؟


د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان جنرال جوزیف ووټل ویلي چې د امریکا د پوځ سلاکارانو د افغان ځواکونو له کوچنیو قطعو سره کار پیل کړی، څو هغوی د وسله والو مخالفینو پر ضد پراخو تهاجمي عملیاتو ته چمتو کړي.

نوموړي قوماندان ویلي چې دې کار ښه نتیجه ورکړې او تمه ده چې په افغانستان کې د ۱۶ کلنې جګړې په ټپه ولاړ حالت به د دې ګډ کار له دوام سره بدل شي.

دا ګډ کار په کومه کچه، د افغان ځواکونو په کومو صنفونو او په کومه طریقه کېږي او ایا عملي نتیجه یې ورکړې ده؟ د ازادي راډيو خبریال احمدتکل په دې اړه د دفاع وزارت له ویاند جنرال دولت وزیري سره مرکه کړې ده.

ښاغلی وزیري د مرکې په پیل کې د هغو قوتونو یادونه کوي چې امریکايي سلاکاران له افغان ځواکونو سره ګډ کار پکې کوي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG