د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

ویسا: د عمان خبرې د کوم هدف لپاره دي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان د سولې په اړه په عمان کې د جوړېدونکي غونډې او د افغانستان له خوا له پاکستانه د پنځه لوړ پوړیو بندي طالبانو د خلاصون پر غوښتنه مقالې خپرې کړي دي.

ویسا:

خپلواکې ورځپاڼې د عمان خبرې د کوم هدف لپاره دي؟ تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پاکستان ته د امریکا د دفاع وزیر او افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیزد سفر یوه پایله دا راووته چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ به له طالبانو سره څلور اړخیزه ناسته کېږي.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي؛ د عمان په ناسته کې چین او امریکا د څارونکو په توګه برخه هم اخلي او د افغان حکومت او د طالبانو استازي به له یو بل سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

د سرمقالې لیکونکي طالبانو ته د یوې نږدې سرچینې له قوله لیکي چې اوس مهال پر هغوی د پاکستان اغیز پیکه شوی، خو په وروستۍ میاشت کې پر دې ډلې هوايي بریدونه زیات شوي او نو ځکه اوس دوی د فشار د کمېدو لپاره خبرو اترو او تفاهم ته لېوالتیا ښودلې ده.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د طالب زندانیانو سپارل د اعتماد جوړولو شرط که د اسلام اباد د تېښتې فرصت تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ د افغانستان د ملي امنیت شورا له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د طالبانو د ډلې هغه پنځه لوړ پوړي چارواکي افغان حکومت ته وسپاري چې اوس مهال په پاکستان کې بندیان دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي شاید دا د عمان له ناستې وړاندې له پاکستانه د افغانستان یو مهم شرط وي.

په سرمقاله کې راغلي چې که څه هم افغان چارواکو د دې طالب زندانیانو نومونه نه دي اخیستي خو ټینګار په دې دی چې که پاکستان دغه بندیان افغان حکومت ته وسپاري نو تر یوه حده به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا ختمه شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي چې له پاکستانه د طالب زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه تېره میاشت د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر کړې وه.

ورځپاڼې لیکلي؛ افغان حکومت هیله لري چې دا پنځه بندیان چې ویل کېږي پاکستان د دې لپاره نیولي چې سولې ته يې لېوالتیا لرله خلاصون به يې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د تحریک پخوانی مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کوټې شورا غړي ملا احمد الله، ملا صمد ثاني او ملا سلیمان اغا چې په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان له لوري نیول شوي هغه کسان دي چې افغان حکومت يې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې د پاکستان ټوډۍ په حواله لیکلي چې دواړه هېوادونه په دې اړه موافقې ته رسېدلي او شاید په راتلونکې غونډه کې چې په اسلام اباد کې کېږي د بندیانو د تبادلې په لړ کې پاکستان دغه طالب بندیان افغان حکومت ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG