د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۳

ټرمپ د ایران په وړاندې د خپل سیاست په اړه وینا کوي


ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ راتلونکې اوونۍ د ایران په وړاندې د خپل سیاست په اړه وینا وکړي.

ولسمشر ټرمپ دغه وینا څو ورځې مخکې له هغې کوي چې د اکتوبر پنځلسمه د امریکا د حکومت لپاره وروستۍ نېټه ده چې کانګرس ته په دې اړه چې ایا له ایران سره د لوېدیځ د قدرتونو د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه عملي شوې که نه، معلومات وړکړي.

امریکایي چارواکو چې خپل هویت یې نه دی څرګند کړی ویلي چې داسې ښکاري چې سپینې ماڼۍ د دغې وینا لپاره د اکتوبر دولسمه ټاکلې ده.

ټرمپ باید کانګرس ته د اکتوبر تر پنځلسمې نېټې دا واضح کړي چې ایا ایران د دغې اټمي موافقې مطابق عمل کړئ یا د دغې موافقې دوام د امریکا له ګټو سره سرخوري، کنه؟

له هغې وروسته د امریکا کانګرس چې جمهوري غوښتونکې پکې برلاسي دي ۶۰ ورځې وخت لري چې د هغو بندیزونو په اړه پریکړه وکړي چې د دغې موافقې له مخې ځنډول شوي و.

XS
SM
MD
LG