د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۸

سرخط: چې هوا سړه شي، د سولې کیسه توده شي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر په اړه، یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکي چې هوا سړه شي، د سولې کیسه توده شي.

په سرمقاله کې راغلي، باجوه کابل ته د سولې ډول په غاړه راوړی دی او د ورستیو خبرو ډېره برخه یې دا وه چې پاکستان غواړي طالبان سولې ته کښېنوي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، هر کال چې په افغانستان کې هوا سړه شي، د سولې لپاره د پاکستان په رګونو کې وینه توده شي.

د ده په باور، که موږ په اوسنیو حالاتو کې د هند یا امریکا سره د اړیکو کمزوري کولو په بدل کې د سرګودې د پهلوان خیال پلونه اخلو، دا به مو د سرو زرو په قیمت ایرې پېرلې وي.

پاکستان که ډېر مجبوره شي، توره به ماته کړي، خو دا زمه واري نشته چې له وسپنې به ځنځیر نه جوړوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، باجوه او ورسره ملګري پلاوي یې بیا هم ژمنه وکړه چې د اسلام اباد حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یې د سولې د میکانیزم ملاتړ وکړ.

دنیا:

خو دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلي چې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز په سفر کې نور ډېر مهم موضوعات هم مطرح شوي چې د افغان حکومت چارواکو یې له شریکولو ډډه کړې ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ښايی پاکستان بیا خپلو پخوانیو لوبو ته دوام ورکړي او د دې لپاره چې پر ځان فشار را کم کړي، ځينې وعدې یې وکړي او نړیوالو ته دا وښيي چې د دولتونو تر منځ خبرې پیل شوې دي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، افغان چارواکي باید له پاکستاني لوري سره په اصلي موضوع چې له ترهګرو نه د هغه هېواد ملاتړ ختمول دي، خبرې وکړي او پرې نږدي چې هغه هېواد له فرصت نه په استفادې سره، خپلې غولونکي لوبې جاري وساتي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG