خبرونه
افغانستان: د عاشورا د خونديتوب لپاره امنيتي کميسيون جوړ شو
په افغانستان کې د عاشورا مراسمو د لمانځنې د خونديتوب لپاره ګډ امنيتي کميسيون جوړ شو.
نن په ارګ کې ولسمشر محمد اشرف غني او ځينو ديني عالمانو د دغو مراسمو پر ترتيباتو او نورو مسايلو خبرې وکړې.
جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي، د دغو مراسمو د خونديتوب لپاره د يوه کميسيون پر جوړونې پرېکړه شوې ده.
ولسمشر غني ويلي، د عاشورا مراسم هغه فرصت دى چې افغانان په کې نړيوالو ته خپل يووالى او پيوستون ثابتوي.
دغه مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امن په اړه يې خلکو اندېښنې څرګنده کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
شان وان دایور: افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې له ۱۵۰ څخه زیات افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د دغو کډوالو د ایستلو لومړنۍ الوتنه ښايي د دوشنبې په ورځ ترسره شي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې، افغان ایواک مشر شان وان دایور په یوه بیان کې وویل: "په هغو کډوالو کې چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، د داسې کسانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی؛ هغه کورنۍ چې طالبان یې د په نښه کولو لپاره لا له وړاندې هر دلیل لري."
د نوموړي په خبره دا مهمه نه ده چې دوی له کومې لارې دلته رسېدلي دي، هغه خطر چې د بېرته ستنېدو په صورت کې ورسره مخ کېږي، د ټولو لپاره یو شان دی. امریکایي چارواکو تراوسه په دې اړه رسماً څرګندونې ندي کړي او پاکستان او پرافغانستان واکمنو طالبانو هم د دغو راپورونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.
کرکټ ابدالیان د یکشنبې په ورځ له استرالیا سره پایلوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ابدلیان لوبډله به د یکشنبې په ورځ د هانګ کانګ د شپږ اوره سیالیو په پایلوبه کې له استرالیا سره مخامخ شي.
ټاکل شوې دا لوبه د کابل په وخت په یوولس بجو او ۴۰ دقیقو پیل شي. د کرکټ ابدالیان ټیم د شنبې په ورځ په دوهمه نیمه پایلوبه کې سکاټلنډ ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووت. استرالیا هم متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته رسېدلې ده.
د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین له اولیشکي ښار څخه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر بشپړشو
اوکرایني چارواکي وایي، د دغه هېواد په جنوب کې د روسیې تر ولکې لاندې له اولیشکي ښار څخه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.
دا عملیات د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په منځګړیتوب د لنډمهالي اوربند له مخې ترسره شول، چې ټاکل شوې د نومبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي. له دې ښاره د ایستل شویو کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نشته خو لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ ویلي وو چې له ۷۵۰ څخه د زیاتو ملکي وګړو د ایستلو لپاره ۲۵ بسونه او امبولانسونه چمتو شوي دي.
دغه ملکي وګړي په بسونو کې له کومې پېښې پرته له سیمې ووتل. یو شمېر یې اوکراین او نور روسیې ته ولېږدول شول.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ وویل، هغه کسان چې غوښتل یې اوکراین ته ولاړ شي، دغه هېواد ته رسېدلي دي. نوموړي د امریکا او میلانیا ټرمپ له منځګړیتوبه مننه وکړه او د سولې لپاره یې د نورو ګامونو غوښتنه وکړه.
مجتبی خامنه يي د امریکا او اسرائیل د ګواښونو پر وړاندې د بېړني او پراخ غبرګون امر کړی
ایراني رسنیو د ایران د مشر مجتبی خامنه يي په نوم د یوه خپاره شوي پیغام له مخې راپور ورکړی چې نوموړي د وسله والو ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو ته امر کړی، څو هر احتمالي ګواښ ته "سمدستي، اغېزناک او له جغرافیایي محدودیت پرته" ځواب ورکړي.
د راپورونو له مخې، خامنه يي چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸ مې راهیسې، له کله چې پلار یې علي خامنه يي ووژل شو، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او نه یې هم تر اوسه کوم نوی انځور یا غږ هم خپور شوی، همدارنګه امر کړی چې د پوځي هدفونو نوملړ دې په داسې بڼه تازه شي چې د امریکا او اسرائیل ټولې مادي او غیرمادي شتمنۍ د ایراني ځواکونو د بریدونو په ساحه کې راشي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي هم خبرداری ورکړی چې که امریکا او اسرائیل بیا پر ایران برید وکړي، د تهران ځواب به د تېرې جګړې په پرتله سخت او اغېزناک وي. د اکسیوس په ګډون یوشمیر رسنیو راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل په امریکا کې د نومبر د درېیمې د کانګرېس له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د پراخو بریدونو احتمال ارزوي.
دا ګواښونه په داسې حال کې خپرېږي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو د بیا پیل لپاره منځګړیتوب کوي. د اکسیوس د راپور له مخې، په دغو هڅو کې پرمختګ شوی، خو تراوسه کومه موافقه نه ده شوې.
د هانګ کانګ شپږاوره جام؛ افغانستان پایلوبې ته ووت
د افغانستان د کرکټ ابدلیان لوبډلې، د هانګ کانګ د شپږ اوره سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې سکاټلنډ ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.
دې بري د افغانستان لوبډله د هانګ کانګ د شپږ اوریز جام د سیالیو پایلوبې ته ورسوله.
د افغانستان ټیم تر دې مخکې عمان ته هم ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله سبا (یکشنبه) په پایلوبه کې د استرالیا له لوبډلې سره مخامخ شي.
پایلوبه به د افغانستان په وخت په یوولس بجې او ۴۰ دقیقې پیل شي.
سعودي عربستان د یمن پر هغو سیمو چې د حوثیانو په کنټرول کې دي بمبار کړي
سعودي عربستان د یمن پر هغو سیمو چې د حوثیانو کنټرول کې دي بمبار کړی.
په حوثیانو پورې تړلو رسنیو پرون جمعه راپور ورکړی چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن پر تعز، مارب او یو شمیر نورو سیمې بمبار کړي دي.
په عین حال کې د یمن حکومت د حوثیانو خلاف د عملیات خبر ورکړی دی.
بل پلو، د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف ویاند ترکي المالکي نن شنبه د هغه توغندي د شنډیدو خبر ورکړی چې حوثیانو د پلازمینې ریاض پر لور غوتولی و.
د مالکي په خبره چې خلکو ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.
په وروستیو اوونیو کې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه زیات شوي دي.
د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې په وروستیو کې څو ځلې د سعودي د پلازمینې ریاض پر نړیوال هوايي ډګر بریدونه وکړل چې مرګژوبله یې هم درلوده.
په تهران کې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ مذاکراتو کې مثبت پرمختګ شوی
امریکايي ویب پاڼه اکسیوس راپور ورکړی چې په تهران کې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ په ۱۲ساعته مذاکراتو کې ((مثبت پرمختګ)) شوی دی.
د اکسیوس په خبره منځګړي به په دوحه کې دې مذاکراتو ته دوام ورکړي.
اکسیوس نن شنبې د ډېپلماتیکو سرچېنو په حواله ویلي چې دغه مذاکرات پر ایران د بریدونو د بیا پیل د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.
دې سرچېنو وړاندې ویلي چې قطري منځګړي پرون له سپینې ماڼې سره په تماس کې وو، او په پایله کې یې مثبت پرمختګ رامنځته شو.
یو امریکايي چارواکي اکسیوس خبري اژانس ته ویلي چې لا هم د دواړو خواو ترمنځ پر ځینو مسایلو ژور اختلافات پر خپل ځای دي.
د راپورونو له مخې قطري منځګړو له ایرانه غوښتي چې د نړیوال اټومي انرژي سازمان څار ټیم ته اجازه ورکړي چې د دې هېواد له اټومي تاسیساتو کتنه وکړي او په مقابل کې به امریکا پر دې هېواد وضعه شوي بندیزونه لیرې کړي.
تراوسه ایراني چارواکو د دې وړاندېز په څه نه دي ویلي، خو وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و چې منځګړو سره د ایران د اووه ورځینۍ طرحې په اړه خبرې شوي دي.
امریکا څه باندې۱۵۰ افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ډېپورټ کوي
نیویارک ټایمز د درېو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت پلان لري چې په راتلونکو څو ورځو کې یو شمیر افغان کډوال د امریکا له لویزیانا ایالت څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کړي.
یو له دغو چارواکو پرون جمعه دې ورځپاڼې ته ویلي چې تمه ده څه باندې ۱۵۰ افغان کډوال اخراج شي.
نیویارک ټایمز وايي چې ښايي پاکستان ته د دغو کډوالو د لیږد لومړی الوتنه د دوشنبې په ورځ د نوامبر په ۲ مه ترسره شي.
یو امریکايي چارواکي ویلي دا کډوال ځکه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کیږي چې واشنګټن له کابل سره مستقیمې اړیکې نه لري.
د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت بیا د دې کډوالو د اخراج په څه نه دي ویلي.
د افغان ایواک مشر شان وان ډایور پر خپلې فیسبوک پاڼې پرون جمعه لیکلي چې په دې کډوالو کې د هغو کسانو د کورنۍ غړي هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دندې ترسره کړې دي.
کندهار کې د سمنټو فابریکې پرانیسته؛ د تولید کچه بهیې د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه وي
افغانستان کې د طالبانو حکومت په کندهار کې د سمنټو د تولید د فابریکې د پرانیستې خبر ورکوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ (د لړم/ عقرب اتمه) په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دغه ستره فابریکه اوسمهال د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي او په راتلونکي کې بهیې ورځنی تولید ۵،۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.
چارواکو د دغې فابریکې افتتاح د سمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې لور ته یو ګام بللی چې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د راپورونو په اساس، افغانستان د خپلو انکشافي پروژو لپاره هر کال له ۵ تر۷ میلیون ټنو سمنټو ته اړتیا لري چې ډېری برخهیې له ګاونډیو هېوادونو واردوي او وروسته له دې چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې وتړل شوې په افغانستان کې یې بیه لوړه شوې.
سالنګونو کې د مسافر وړونکي بس او ټانکر ټکر؛ ۵ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان دي
په سالنګونو کې د ټرافیکي پېښې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
راپورونه وايي چې پېښه د جمعې په سهار (د لړم اتمه) د شمالي سالنګ تونل په خوله کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ ټکر څخه رامنځته شوې چې پهکې ۵ کسه مړه او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه د یخنۍ او چټک تګ له امله د موټر چلوونکي د واک له لاسه وتلو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
راپور زیاتوي چې ټپیان روغتون ته رسول شوي او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
افغانستان کې اکثر ټرافیکي پېښې د لارو د خرابوالي، د ټرافیکي مقرراتو د نهرعایتولو او د موټر چلوونکو له بېاحتیاطۍ رامنځته کېږي.