د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د بنسټ مسؤلین وايي، که څه هم د ملي شورا غړي د ۱۶ مې دورې په ۱۳ مه غونډه کې د ۱۲مې غونډې په پرتله تر یوه حده بریالي وو، خو د خلکو د استازیتوب په برخه کې یې لازم کارونه نه دي کړي.
د دغه بنسټ د پارلماني څار د برخې مسؤل حسیب معترف د دوشنبې په ورځ د ملي شورا د غړو د کارونو په اړه د خپلو موندنو د تشریح کولو پرمهال وویل، د ۱۶ مې دورې په
د ۱۳ مه غونډه کې د مشرانو جرګې او ولسې جرګې دغړو په کارونو کې بریالیتوبونه او نیمګړتیاوې دواړه موجودې وې.
ښاغلي معترف وویل:
"ملي شورا په ۱۳ مه غونډه کې د ۱۲ مې غونډې په پرتله، د حکومت پر اعمالو د څار او د قانون جوړونې په برخو کې ښه کار کړی، خو د خلکو د استازیتوب په برخه کې له بده مرغه، ښه کار نه دی کړی."
د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د ولسي جرګې غړو په امتیازي ساعتونو کې د حکومت پر اعمالو د څار په برخه کې ۷۰ فیصده او د خلکو په استازیتوب کې یې ۳۸ فیصده خبرې کړې دي.
دغه شان د مشرانو جرګې په امتیازي ساعتونو کې یوازې ۲۷ فیصده د خلکو په استازیتوب او نور یې د قانون جوړونې په برخو خبرې شوې دي.
د دغه بنست کتنې چې د تېر کال د حوت له ۱۵مې نه د روان کال د سرطان د میاشتې تر پای پورې ترسره شوي، ښيي چې د ملي شورا په کورنیو دندو کې نیمګړتیاوې موجودې وې او د قانون جوړونې په برخه کې هم لږ کار شوی دی.
د دغه بنسټ مسؤلین دا هم وايي، په ۱۳ مه غونډه کې ډېرې ناستې شوي او د وکیلانو غیابت هم د ۱۲ مې غونډې په پرتله لږ و، خو د کمېسیونو غونډې کمې او پر کمو موضوعاتو بحث شوی دی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، په ملي شوراکې یی د چارو د ښه والي په هدف، دواړو جرګو ته یو لړ اصلاحې وړاندیزونه کړي چې د ځینو هرکلی شوی او ځینې یې عملي شوي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځینو عامو خلکو هم ویلي چې د ولسي جرګې استازي له دوی په سم دول استازیتوب نه کوي او په زیاتو مواردو کې د خپلو شخصي ګټو په اړه فکر کوي
د ولسي جرګې اداري پلاوی د دغه بنسټ کتنې نه ردوي او نه یې تاییدوي، خو ټینګارکوي چې د قانون جوړونې او د خلکو د استازیتوب په برخو کې، کارونه شوي دي.
د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي ازادي راډیو ته وویل، په امتیازي ساعتونو کې تر ډېره په ملي موضوعاتو او ترڅنګ يې د موکلینو پر ستونزو بحثونه کېږي.
ښاغلی احمدزی وایي:
"زه پر دې یقیني یم چې زموږ د وکیلانو صاحبانو اکثریت یې د ملت په خدمت کې دي، ټوله ورځ په وزارتونو او نورو دولتی دفترونو کې د موکلینو لپاره هلې ځلې کوي، همدارنګه د دوی کورونه او حجرې له میلمنو ډکې وي."
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وړاندیز کوي چې یو مرکز دې د خلکو د ستونزو د حل لپاره او بل دې د څېړنیز مرکز په نامه جوړشي چې د دوی په خبره، په دې توګه به په ملي شورا کې چارې ښې او د خلکو ستونزې به هم په خپل وخت سره هوارې شي.
راپور: خان محمد سیند