د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

دنیا: د تلې د میاشتې په اوومه د ملي وحدت د حکومت ۳ کاله پوره کېږي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو مسایلو له هغې ډلې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د درې کلنو کړنو او په اړه یې د څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د تلې د میاشتې په اوومه د ملي وحدت د حکومت درې کاله پوره کېږي، ارګ په تېرو درېيو کلونو کې د زیاتو لاسته راوړنو ادعا کوي، خو که حکومت په کومو برخو کې له انتقاد سره مخ کېږي پړه یې پر پخواني حکومت اچوي.

په سرمقاله کې راغلي چې د پخواني حکومت چارواکي بیا د ملي وحدت حکومت ناکامه ګني او د مناسبو شرایطو موجودیت ته په په اشارې سره وايي چې موجوده حکومت باید خلکو ته ډېر څه کړي وای.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

موږ نه غواړو د پخواني او اوسني حکومت لاسته راوړنې سره پرتله کړو، خو د اوسني حکومت له چارو ځکه نا راضه یو چې په تېرو درېيو کلونو کې یې هغه څه ترسره نه کړل چې خلکو یې تمه درلوده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د ملي وحدت حکومت چارواکي هڅه کوي چې په عوام فریبانه حرکتونو د خلکو په سترګو کې د خاورو په شېندلو سره ځان سپینه کوتره وښيي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د موضصوع په تړاو د ولسمشر د ویاند د دفتر د سرپرست شاه حسین مرتضوي خبرې راخیستي چې ویلي، موږ داسې یو میراث په لاس راوړ چې له بده مرغه په هېڅ لحاظ د منلو وړ نه و، خو اقدامات ترسره شول او هیله من یو چې د جمهوري ریاست د دورې په پای کې خلک عادلانه فیصله وکړي.

خو مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د حکومت د اجرائیه رئیس په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي چې حامد کرزی په داسې حال کې واک ته ورسېد چې افغانستان هېڅ نه درلودل، خو اوس مهال په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو شاهدان یو.

مسیر لیکلي:

عبدالله عبدالله دا څرګندونې تېره ورځ په کندهار کې کړي او په خبره یې دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه مثبتې خبرې کړي دي.

په مطلب کې راغلي عبدالله عبدالله چې تر دې وړاندې یې په خپلو خبرو کې په وار وار سره په ښاغلي کرزی تُند انتقادونه کړي دي او د ملي وحدت د حکومت ګڼې نیمګړتیاوې یې د نوموړي د واکمنۍ میراثونه بللي ویلي چې دا هر څه د سیاست یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG