د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

افغان مېرمنو ته د مېرمن نانسي دوپرې فعالیتونه


د دې اوونۍ په خپرونه کې د امریکایي مېرمنې نانسي دوپرې پر ژوند او فعالیتونو خبرې کوو چې څو لسیزې یې د افغانستان د تاریخي میراثونو د خوندي کولو، ځوانانو او ښځو د ژوندانه د ښه کولو په برخه کې زیات کارونه کړي و.

نانسي هاچ دوپرې د لويېس دوپرې مېرمن، يوه امريکايي افغانستان پېژندونکې وه، مېرمن ډوپرې چې ۱۹۶۲ کال کې افغانستان ته راغله، وروسته يې له امريکايي لرغونپوه لويي دوپري سره چې په افغانستان کې يې د ډبرو د زمانې اړوند اثار کشف کړي وو، واده وکړ.

مېرمن نانسي دوپري د خپل عمر له نیمايي نه زیات په افغانستان کې تېر کړل، د افغانستان په تاریخي ځایونو، توریزم او معلوماتي سرچینو یې لیکنې وکړې او په کابل پوهنتون کې یې د معلوماتو یو مرکز هم جوړ.

د افغانستان د ملي موزیم پخوانی رئیس عمرا خان مسعودي چې څه باندې څلوېښت کاله له مېرمن دوپري سره همکار پاتې شوی، د افغانستان د فرهنګ او لرغونو اثارو په برخه کې د مېرمن دوپري هلې ځلې ستایي او وایي نوموړې په افغانستان مینه او د خپل عمر له نیمايي مودې څخه زیاته برخه یې په افغانستان کې په تحقیق، اکاډمیکو څېړنو، د افغانستان په تورېزم کې تیر کړي وو:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:47 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG