د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۴۳

فایننشل ټایمز: پر افغان جګړې امریکا ته د پاکستان د صدراعظم خبرداری


فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغان جګړې په خاطر امریکا ته د پاکستان د صدراعظم د وروستي خبرداري په اړه یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي خبرداری ورکړی که ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه ګواښ له مخې چې پاکستان ته یې کړی عمل وکړي، خطر یې شته چې د ترورېزم اور په سیمه کې لا پراخ شي. په دې کار سره به د ورځپاڼې په باور په افغانستان کې د امریکا پوځي هڅې هم زیانمنې شي.

وروسته له هغه چې فایننشل ټایمز ورځپاڼې افشا کړه چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د پاتې راتلو لپاره دا هېواد له خپلو متحدینو باسي د پاکستان صدراعظم خبرداری ورکړ چې د هېواد په وړاندې یې هر ډول تُند عمل ځینې پایلې له ځانه سره لري.

له عباسي سره د فایننشل ټایمز ورځپاڼې مرکه پرون خپره شوې او هغه په‎کې ویلي چې له امریکا به د فشارونو په سبب اف شپاړس جنګي الوتکې ونه پیري.

هغه ویلي موږ له چین او فرانسې سره اوږدمهاله اړیکې لرو او له چین سره مو د جي اف ۱۷ جنګي الوتکو په پراختیا کې کار کړی چې تر اف شپاړس هم ښې دي.

د پاکستان د پوځ یوه بل چارواکي هم ویلي موږ کولای شو افغانستان ته تدارکاتي موادو د انتقال په برخه کې په امریکا فشار راولو چې دا کار به د افغانستان جګړه لانجمنه کړي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي صدراعظم شاهد خاقان عباسي مخکې له دې چې نیویارک ته ولاړ شي ویلي چې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا پالیسي ډېره پېچلې ده او ان د دې لپاره چې دی وپوهېږي ولسمشر ټرمپ څه پلان لري د رسنیو په رپوټونو اتکا کوي.

نشنل انټرسټ:

نشنل انټرسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په دې اړه یو مطلب لیکلی چې خصوصي قراردادیان څنګه د افغان جګړې له هواري سره مرسته کولای شي؟

د ورځپاڼې په خبره لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه سټراټيژي اعلان کړې او دې ته په پام چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د تګ‎لارې د بدلون په درشل کې ده خصوصي قراردادیان څنګه د امریکايي پوځیانو رول ادا کوي.

نشنل انټرسټ زیاته کړې چې د اکاډمۍ امنیتي خصوصي کمپنۍ مشر ایریک پرنس چې پخوا یې دا کمپنۍ بلک واټر بلله وړاندیز کړی چې جنګیالي قراردادیان یې کولای شي افغان جګړه پای ته ورسوي.

د نشنل انټرسټ د دې مطلب لیکوال زیاتوي چې ایا واقعا اکاډمي یا بلک واټر دا کار کولای شي؟ ورځپاڼه ځواب ورکوي چې هو تاریخ ته په کتو دا کار کولای شي خو یو لړ هوډ ته اړتیا ده چې تر اوسه نه دی ښودل شوی. د ورځپاڼۍ په باور د افغان جګړې بریا چې امریکايي عسکرو یې توان نه درلود همدا راز د هغو کسانو پیاوړتیا، اغېزمنتیا او کار پورې تړلې ده چې په دې کار ګمارل کیږي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG