د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

واشنګټن پوسټ: امریکا او ناټو هڅه کوي چې د افغانستان لپاره ستراتیژي نهایي کړي


امریکا او ناټو تر اوسه هڅه کوي چې د افغانستان لپاره ستراتیژي نهایي کړي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې ليکي:

که څه هم د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې لپاره ستراتیژي په تېره اګسټ میاشت کې اعلان کړه خو پنټاګون او ناټو د دې لپاره چې په دې هېواد کې دغه ۱۶ کلنه جګړه په څه ډول مخ ته یوسي، د دغې ستراتیژۍ پرنهایي کولو کارکوي.

دا څرګندونې امریکایي چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته کړي دي.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دغې جګړې په اړه د امریکایي قوماندانانو لید لوری او د نورو سرتیرو په برخه کې د ناټو وړتیا دغه مسئله ځنډنۍ کړې ده.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي:

که څه هم متحدو ایالاتو په وروستیو اونیو کې افغانستان ته نور سرتیري استولي چې د وسله والو طالبانو په وړاندې د دې کال د جګړې په روان فصل کې چې مخ په ختمېدو دی، د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او دغه د ځواکونو زیاتېدل هم یوه لنډ مهاله حل لاره وه چې د جګړې په ډګر کې ښکیلو قوماندانانو یې غوښتنه کوله خو د ورځپاڼې په وینا پنتاګون تراوسه دا مسئله څېړي چې راتلونکي ۲۰۱۸ کال امریکایي پوځیان په څه ډول په دې هېواد کې ځای پرځای کړي.

واشنګټن پوسټ د امریکایي چارواکي دا خبره هم را اخیستي چې ویلي یې دي که څه هم په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت په دې هېواد کې د افغان امنیتي پر روزنې ډېر متمرکز دی خو متحده ایالات له خپلو ناټو متحدینو غواړي چې په دې برخه کې خپله ونډه زیاته کړي ترڅو امریکایي پوځیانو ته د دې زمینه برابره شي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورنژدې شي.

د هغه په وینا د امریکا پوځ په افغانستان کې د هوایي ملاتړاو د ټپیانو د انتقالولو په ګډون د جګړې د پرمخ بیولو تاسیسات او امکانات لري چې خپل سرتیري د روزنې او مشورې ورکولو له ماموریتونو وړاندې د خپلو ملګرو افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته واستوي.

خو واشنګټن پوسټ د ناټو د پوځي کمېټې د مرستیال مشر چکي جنرال پیټر پاول هغه څرګندونې هم راخیستي چې ویلي یې دي، تراوسه دا روښانه نه‎ده چې د ناټو اضافي ځواکونه به چېرې او څه ډول دندې سرته رسوي او زیاتوي که څه هم د امریکا ستراتیژي یو روښانه تصویر ورکوي خو دغه تړون به د اکتوبر د میاشتې تر کنفرانس پورې ونه‎شي کړای چې د نورو سرتېرو په برخه کې نهایي پریکړې وکړي.

ډیجیټال ژورنال:

ډیجیټال ژورنال خپرونې په افغانستان کې د ملکي دفاعي ډلو موضوع ته پام اړولی چې د خپلو سیمو د امنیت په ټینګښت کې به ونډه اخلي.

د خپرونې په وینا د پلان له مخې په دې غور کېږي چې شل زره ولسي خلکو ته روزنه ورکړل شي چې د اسلامي سخت دریځو ډلو له وسله‎والو په تصفیه شوېو سیمو کې دفاعي چارو کې ونډه واخلي.

خو د خپرونې په وینا له دې سره داسې اندیښنې بیا راپورته شوي چې ښایي دغه سیمه‎ییز ځواک په یوه بله بدنامه ملیشه بدله شي.

د ډیجیتال ژورنال په لیکنه د طالبانو او د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د دفاع لپاره د حکومت ملاتړې وسله‎والې ډلې د جوړېدو وړاندیز په داسې وخت کې کېږي چې افغان امنیتي ځواکونه د یاغیانو د په زیاتیدونکو حملو د په شا تمبولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

وژنې او تیښتې یې هم د کمزوري عمده دلایل دي.

خپرونې په دې برخه کې د بشري حقونو د څارد ډلې چې مرکز یې په نیویارک کې دی د څیړونکې پاتریشا ګوسمن نظر هم اخیستی چې ویلي یې دي، د افغانستان د حکومت دغه پلان چې غیرمنظم ځواک رامنځ ته کوي ملکیانو ته به ډیرناوړه نتیجه ولري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند هم د دغه پلان د تائید ترڅنګ ویلي چې په دغه ځواک کې به هغه کسان چې له خپلو سیمو سره ښه بلد دي او په دې پوه دي چې په څه ډول یې دفاع وکړي، شامل شي.

XS
SM
MD
LG