د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

سرخط: بلخ کې د شهید اوونۍ د لمانځغونډې ډېری ګډون‎کوونکي زده کوونکي وو


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بلخ کې د شهید د اوونۍ د لمانځنې او په دغه غونډه کې د ویناوالو د ویناوو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د بلخ والي عطا محمد نور پرون په مزار شریف کې د شهید د اوونۍ په لمانځ غونډه کې ویلي، په ارګ کې د واک انحصار په هېواد کې استبداد ته بستر جوړونه ده چې افغانستان یې د ناورین په لور بیولی دی.

په مطلب کې راغلي، د بلخ والي نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي، له انحصارګرو او بې رېښې کسانو له ملاتړ لاس واخلئ او د خلکو غږ ته غوږ شئ.

د مطلب لیکوال لیکلي:

عطامحمد نور دغه شان انتقاد وکړ چې د ملي وحدت حکومت سیاسي تفاهم‎لیک نه‎دی عملي شوی او برعکس مخالف حرکتونه یې زیات شوي دي.

په مطلب کې دغه شان د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د پخواني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود څرګندونې هم راخېستل شوي چې ویلي یې دي، ولسمشر تر اوسه د اصلاحاتو په راوستلو کې پاتې راغلی او که دغه شان دوام وکړي ښه به وي چې په شرافت‎مندانه ډول استعفا وکړي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپانې بیا د تېرې ورځې غونډې ته په اشارې سره په خپله سرمقاله کې لیکلي، د حکومت او جنګسالارانو تر منځ یو ځل بیا د معاملو او جوړ جاړیو خبرونه ورکول کېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، هغوی چې حکومتي چارواکي به یې د انحصار، قوم پالنې، فساد، له داعشه پر ملاتړ او نورو ناقانونه کارونو تورنول له حکومت سره په نوې معامله کې دي.

په سر مقاله کې راغلي، په افغانستان کې هسې هم سیاست د ارزښتونو پر اساس نه‎دی، خو د ملي وحدت په حکومت کې بدلونونو چارواکۍ او سیاستوال لا ډېر د خلکو له سترګو وغورځول.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په بلخ کې د شهید د اوونۍ د لمانځ غونډې په اړه لیکلي چې ډېری ګډون‎کوونکي یې زده کوونکي وو.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

په سیاسي غونډو کې د زده‎کوونکو حضور عقلي او منطقي توجیه نه‎لري، ځکه دغه ښوونکي او زده‎کوونکي چې په رسمي او تحصیلي ورځ کې باید په ښوونځیو کې وای خو دوی د سیاسیونو خبرو ته چکې وهلې.

په سرمقاله کې د حکومت په اجرائیه رئیس هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و انتقاد شوی او راغلي چې عبدالله عبدالله چې خلکو ته د خدمت او د پوهنې د پرمختګ شعار ورکوي باید د بلخ د مسؤلانو له دې کار سره یې مخالفت ښودلی و.

XS
SM
MD
LG