د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

په ۶ کرکټ لیګ کې کابل بازانو امو نهنګانو ته ماته ورکړه


د شپږیزې کرکټ لیګ په پنځمه لوبه کې نن د کابل بازانو لوبډلې امو نهنګانو ته په ۶ ویکټو ماته ورکړه.

د لوبې پچه کابل بازانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، امو نهنګانو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې هدف ورکړ.

کابل بازانو لوبډلې په ۱۷ اورونو کې ټاکلی هدف په ۴ ویکټو پوره کړ او په دې سره خپله دوهمه لوبه یې هم وګټله.

د دغو سیالیو په لړ کې تېره ورځ سپین غر لوبډلې د ۱۳ منډو په توپیر له بست ساتونکو څخه لوبه ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG