د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۶

بې وزلو او کلیوالو مېرمنو لپاره د ناهید ایثار فعالیتونه


د نیمې نړۍ په دغه خپرونه کې یوه داسې افغانه پیغله درپیژنو چې د افغان ښځو د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو په اړه څېړنې کوي او د هغوی د ژوندانه د ښه کولو لپاره یې ځیني کارونه هم کړي دي.

د تاریخ په اوږدو کې ډېری افغان مېرمنو د ځینو لاس ته راوړنو تر څنګ، د ټولنې د حاکم دود او دستور له مخې، له کړاوونو، ناخوالو او ستونزو ډک ژوند تېر کړی او دغه چاره لا هم روانه ده، د افغان مېرمنو د ژوندانه د سختیو دغه لړۍ د زده کړو او کار له حقه محرومول، په زور، جبر او کم عمر کې د نجونو ودول، د میراث له حقه محرومول، د کونډتون د سختیو ګالل او دې ته ورته سلګونه نورې ستونزې دي چې افغان ښځې یې ګالي، خو د دغو ستونزو د هوارولو او حل لارو لپاره که څه هم څه ناڅه کار شوی، خو لا هم په دغې برخه کې په پراخه پیمانه کار ته اړتیا موجوده ده.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

XS
SM
MD
LG