د امريکا په فلوريدا ايالت کې د وروستي توفان څپې کمزوري شوي او په دغه ايالت کې وضعيت د عادي کېدو خوا ته روان دى.
په لسګونو زره کسان د توفان پر مهال له دغه ايالت څخه وتلي وو، چې اوس بېرته ورته په راستنېدو دي.
خان فريدزى د فلوريدا ايالت په ميامي ښار کې مېشت دى، چې د توفان پر مهال يې له خلکو سره په بشري مرستو کې هم همکاري کړې ده.
صالح محمد صالح ورڅخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، چې توفان څنګه حالت راوستلى دى؟